عراقي جنګي الوتکو په سوریه کې دننه د داعش پر مرکزونو بمبار کړی

د عراق د امنیتي رسنۍ مرکز اعلان کړی چې عراقي جنګي الوتکو د تیرې پنجشنبې سهار د وخته په سوریه کې دننه د اسلامي دولت (داعش) مرکزونه بمباري کړی دی، خو عیني شاهدان وایی چې پرون په الصدر ښار کې د درنو چاودنو له کبله هم نږدي 20 عام خلک وژل شوي او ټپیان شوي دي.
رسنۍ څرګنده کړې چې دغه بمباري د استخباراتي معلومات پر بنسټ ترسره شوې چې موخه یې د داعش د هغه مرکز له مینځه وړل و چې په سوریه کې دننه موقعیت لري او په (قیادت او ولکه) سره شهرت لري
د سوریې په داخل کې د عراقی جنګي الوتکو لومړی برید د تیر 2017 کال د فرورۍ په 24 ترسره شوی و، چې د البوکمال په سیمه کې یې د اسلامي دولت (داعش) اړوند ځایونه په نښه کړي وو.
خو د روان 2018 کال په اپریل میاشت کې عراقي جنګي الوتکو د سوریی په دیرالزور ولایت کی د اسلامي دولت(داعش) مرکزونه بمبار کړل چې د داعش 36 سرتیري یی ووژل.
همدا راز د روان کال د مۍ د میاشتې په 6مه او 14مه نیټو هم عراقي جنګي الوتکو د سوریې په الحسکة سیمه کې چې د الدشیشه جنوب ته پرته ده د داعش مراکز بمباري کړل
د مۍ د میاشتې په 25 نیټه هم عراقی جنګي الوتکو د داعش د قوماندی یو مرکز او د توغندیو او جنګي وسایلو یو زیرمه تون د سوري په داخل کې د هجین په سیمه کې بمباري کړل چې دواړه ځایونه په مکمل ډول له مینځه یوړل شول.
تیره چهارشنبه د القطاع العاشر په سیمه کې د الصدر ښار کې د شیعه ګانو یوه حسینیه د یوې سترې چاودنې شاهده وه، عیني شاهدان وایی چی په دی چاودنه کی نږدی20 کسان وژل شوی او 100 نور ټپیان شوی دي، د چاودنې له کبله حسینیی ته څیرمه زیاتره کورونو ته د پام وړ زیان اوښتی، حسینیه په مکمل ډول ورانه شوې او حسینیې ته څیرمه په لسګونو آلات سامان هم ویجاړ شوی.
د الجزیرة نه په مننې
عزیر اسدخیل



