د ۱۷ کلونو په اوربل کې د ۱۰ ورځو اوربند

سرلیکنه
اشرف غني ته ښه څرګنده ده چې د ۱۷ کلونو په اوربل کې د لسو ورځو اوربند نتیجه نه ورکوي او نه په لسو ورځو د ۱۷ کلونو جګړه پای ته رسېږي.
تر اشرف غني دمخه حامد کرزي هم د سولې په نامه ناکامه هڅې وکړې، خو چې رښتینی قدم یې نه پورته کاوه د حکومت تر وروستۍ ورځې پورې یې په افغانستان کې اوربند ته لار برابره نه کړه.
په جګړو کې تر افغانانو بل قوم او هېواد لرغونی تاریخ نه لري، هم په جګړه پوهېږي هم په سوله. هم جګړه په یوه لار کوي هم سوله. کومه لار چې اشرف غني د اوربند په نوم نیولې، دا د د افغانانو لار نه ده، ځکه دا جعلي اوربند له ناکامۍ سره مخ کېدونکی دی.
په افغانستان کې امریکا له ۱۷ کلونو راهیسې اور بل کړی دی او افغانان په بل کړي اور کې سوځوي. اوربند په هغه صورت سره کېږي چې لومړی اوربند ته زمینه برابره کړل شي. د اوربند زمینه برابرول دا ده چې په جګړه کې ښکیلې خواوې د جګړې له مورچو پر شا کړل شي. یانې، بهرني پوځیان له افغانستانه وایستل شي او یا یې د ایستلو مهالوېش وټاکل شي.
اشرف غني اعلان کړی چې د روژې له ۲۷مې به د کمکی اختر تر پنځمې اوربند وي. خو چا چې افغانستان کې اور بل کړی دی، هغه په خپلو مورچو کې (بهرنیان په افغانستان کې) موجود دي او اشرف غني اوربند اعلانوي.
جګړه مار دې په مورچو کې ناست وي، د بمبار لپاره را غوښتل شوې الوتکې او چورلکې دې له بمونو ډکې پر هوايي ډګرونو ولاړې وي او.. اوربند دې کېږي. هیڅ کله به دا اوربند سر ته ونه رسېږي.
لومړی خو دا اوربند نه دی او نه ورته اوربند ویل کېږي. په افغانستان کې چې بهرني پوځونه شتون ولري تل به اور بل وي، اور بند ورته نه شو ویلای.
بله دا چې، دا د اشرف غني اوربند نه دی، دا د امریکا لخوا د اشرف غني په خوله اوربند دی. یواځې او یواځې نړیوالو ته څرګندوي چې امریکا په افغانستان کې اوربند او سوله کوي خو طالبان دي چې نه یې مني.
که امریکا، ناټو او نړیوال غواړي په افغانستان کې اوربند وشي، لومړی دې له افغانستانه خپل جګړه مار پوځونه، چې پر افغان ولس یې اور بل کړی دی، یو مخ یا د مهالوېش له مخې وباسي؛ بیا دې اوربند اعلانوي.
له دې ناکام اوربنده دا څرګندېږي چې لس ورځې وروسته به بیا په افغانستان کې د امریکا لخوا د جګړې اور بل وي، بیا به پر بې ګناه افغانانو بمباري پیل کېږي، بیا به د افغان بې دفاع ولس کورونه په بمونو ویجاړېږي، پر جوماتونو او محفلونو به بمونه ورول کېږي او بیا به د جنازو لړۍ پیلېږي.
په افغانستان کې هغه وخت اوربند کامیابېدای شي چې د اوربند لپاره لومړی لار برابره شي، هغه څه چې په افغانستان کې اوربل ورپورې تړلی دی له منځه یووړل شي، هغه څه چې د تل لپاره جګړه له منځه وړلای شي باید ترسره شي؛ له ۱۷ کلونو راهیسې په افغانستان کې بهرنیو پوځونو اور بل کړی، لومړی باید دوی له افغانستانه وویستل شي، بیا اوربند اوربند دی. بیا د اشرف غني اعلان ته اړتیا نشته، پخپله اوربند دی. بیا به طالب له چا سره جګړه کوي؟ بیا د طالبانو لپاره په افغانستان کې د جګړې جواز هم نه پاتې کېږي.
له ۱۷ کلونو راهیسې بهرنیو پوځونو په افغانستان کې د جګړې اور بل کړی دی، او ترڅو چې په افغانستان کې د بهرنیو په شتون د جګړې اوربل وي، اوربند او سوله منځ ته نشي راتلای.
په افغانستان کې د بهرنیانو او افغانانو (طالبانو) ترمنځ جګړه روانه ده، هر وخت چې بهرنیان له افغانستانه ووتل یا وایستل شول، بیا اوربند اوربند دی.



