د ملي وحدت حکومت اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د اوبو او انرژۍ د وزیر علي احمد عثماني له ګوښه کېدو سره مخالفت کړی دی.
ولسمشر اشرف غني نن ورځ د یوه حکم په صادرولو سره ښاغلی عثماني له دندې ګوښه کړ او د هغه مرستیال یې د سرپرست په توګه د نوموړي پر ځای وټاکه.
ولسمشر غني د اوبو او انرژۍ وزير له دندې ګوښه کړ
د اجراییه ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د علي احمد عثماني د ”بریالي مدیریت لاس ته راوړنو“ ته په کتو سره به د چین له سفره د ولسمشر تر راستنېدلو وروسته او”د ملي وحدت حکومت د روحیې مطابق“ به د نوموړي د کاري سرنوشت په اړه تصمیم ونیول شي.
اجراییه رییس له ښاغلي عثماني غوښتي چې د چین له سفره د ولسمشر تر راستنېدلو پورې د اوبو او انرژۍ وزیر په صفت خپلې دندې ته دوام ورکړي.
د یادونې وړ ده چې علي احمد عثماني د اجراییه ریاست له لوري دې پوسټ ته ورپېژندل شوی و. د ولسمشر او علي احمد عثماني اړیکې په تېرو وروستیو میاشتو کې خرابې شوې. د دواړو اختلافات وروسته له هغه رسنیز شول چې په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې د کار د پیل په غونډه کې علي احمد عثماني ګډون نه و کړی.
د ارګ او انرژۍ وزیر شخړه ډاګيزه شوه
د اوبواو انرژۍ وزير: ارګ د ټاپي پروژې د پرانیستې په مراسمو کې له ګډون څخه منع کړی وم
همداراز، په دې وروستیو کې پر نوموړي په کور دننه او بهر ته په سفرونو کولو باندې بندیز لګول شوی و.

















