(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۱۹)
راپورونه وایي چې تیره شپه د کمپاین په نامه ځانګړو ځواکونو د امریکایانو په ملتیا د خوست د صبریو ولسوالۍ ته د طالبانو پر ضد د عملیاتو په تکل تللي و، چې د طالبانو له ځوابي برید سره مخ شول.
سیمیزې سرچینې وایي؛ طالبانو له و ړاندې ګډو ځواکونو ته کمین نیولی و، خو هغوی له نورو لارو کلي ته داخل شوي او ۵ تنه ولسي وګړي یې ځای پر ځای وژلي.
راپور زیاتوي؛ کله چې امریکایي او افغان ځواکونه له سیمې بیرته تلل د طالبانو له کمین سره مخ او ګډو ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي؛ ‘په برید کې ۵ امریکايي عسکر وژل شوي، ۶ تنه د چټک غبرګون په نامه عسکر وژل شوي ۲ امریکايي عسکر ټپيان دي.‘
ځایي خلک وایي چې وژل شوي امریکایي او افغان ځواکونه په امبولانس هلیکوفترو کې له سیمې انتقال شول.
پر ولسي وګړو دا چاپه داسې مهال وهل کیږي چې افغان حکومت له طالبانو سره د اوربند اعلان کړی او طالبانو یې هم وړاندیز ته مثبت ځواب ویلی خو د اوربند د پیل مهال ته څو شپې لا هم پاتې دي.
ولسونو دا موقت اوربند په ولولو ولمانځه او هر کلی یې وکړ .
په اوربند کې د دولت له خوان داعش ډله او القاعده وسلوال او د طالبانو له لوري امریکایي پوځیان مستثنا دي او طالبانو خپلو افرادو ته ته لارښوونه کړې چې په هرځای کې یې په نښه او له منځه یوسي.

















