عبدالغني عاطف
د طالبانو نننی اعلان، چې د اختر په دریو ورځو کې به پر داخلي عسکرو بریدونه نه کوي، جنګي بندیان به ازادوي او د بریدونو هدف به یې یوازې بهرني ځواکونه وي، د هېواد په هره برخه کې د افغانانو له پراخ هرکلي سره مخ شو. د هېواد په پلازمېنه او نورو ښارونو کې د خوشحالۍ جشنونه ترسره شول او په ټولنیزو رسنیو کې همدا موضوع تر ټولو ګرمه وه.
که څه هم طالبانو پخوا هم د اختر په اولو دریو ورځو کې پر دولتي عسکرو بریدونه نه کول او هر اختر به یې د جګړې بندیان ازادول، خو دا لومړی ځل دی چې دا اقدام په ښکاره اعلانوي.
د طالبانو مشرتابه خپلو جنګیالیو ته ویلي چې د اختر په لومړیو دریو ورځو کې له بهرنیو ځواکونو پرته، چې د همدوی له امله افغانان په دوو ډلو وېشل شوي، بل هیڅوک هم تر برید لاندې رانه ولي.
د اوربند په شپو ورځو کې به افغانان د پخوا په پرتله څه ناڅه ارام وي. دولتي کارمندان به هم ازاد وي چې د طالبانو سیمو ته ولاړ شي. هلته به په خپلو سترګو هر څه وويني. دا به هم وویني چې له چا سره یې د چا پر سر جګړه ده. کوم شعار چې د ده (دولتي عسکر) په خوله کې ورکول شوی دی، د چا له لوري او ولې ورکول شوی دی. او تر ټولو ښه به یې دا وي چې له خپل طالب ورور سره به غاړه غړۍ شي.
د اوربند پیل ته لا څو ورځې پاتې دي، خو تېر ۲۴ ساعتونه بیا هم افغانانو ته مرګوني وو. نږدې ۱۰۰ افغانان، دولتي عسکر+طالبان، ووژل شول، خو هغه څوک چې له امله یې په دې هېواد کې جګړه روانه ده، په خپل بېس کې ارام ناست و، نه ووژل شو او نه کوم ټپ دردمن کړ. پوښتنه دا ده چې دوی ولې خوندي پاتې شول؟ ټولو ته به یې ځواب څرګند وي. هر څوک پوهېږي چې د چا د وفادارۍ او څوکیدارۍ له امله یې مرمۍ غاړه پرې نه کړه.
په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه هغه بدبختي ده چې له امله یې په ټول هېواد کې جګړه روانه ده او یو افغان یې د بل افغان وژلو ته مجبور شوی دی.
معلومه ده، له هیچا پټه نه ده، که څوک سترګې پرې پټوي، د یوې پردۍ موخې لپاره به دا کار ترسره کوي چې په افغانستان کې د جګړې ستر عامل بهرني ځواکونه دي، او تر څو چې دوی په افغانستان کې وي، پر افغانانو د ښې ورځې لیدل حرام دي.
له درې ورځې اوربند وروسته به بیا د همدې بهرنیانو پر سر افغانان یو بل ته په مورچه کې کښېني، د بمونو، چاپو، بمبارونو، جنازو او ویرونو لړۍ به بیا پیل شي.
ایا د دې منحوسو شتون همدومره ضروري دی چې موږ یې پر سر دومره وځورېږو؟ ایا دوی رښتیا هم دومره قدرمن او د ساتندویۍ لایقان دي چې د یوه افغان مسلمان وینه دې ترې صدقه شي؟ نه، هیڅکله نه. دوی یواځې د وژل کېدو، ترټل کېدو او شړل کېدو لایقان دي. زموږ له لوري دوی د همدې ډالۍ لیاقت لري او بس.
که دوی نه وي، بیا اوربند ته ضرورت نشته، نه یې تمدید او نه یې هم منلو ته. بیا به دایمي سوله وي.. خو دایمي سوله دومره په اسانه نه راځي، قرباني غواړي، ځان غواړي، هر څه غواړي. پر دوی باید له هر لوري درانه فشارونه راشي، خو هغه فشار چې دوی ترې وېرېږي او سرټيټۍ ته یې مجبوروي، هغه د یوه ولس کامله بیداري ده.
د ولس د رابیداره کولو او د سولې منځ ته راتللو لپاره باید پراخې غونډې او لاریونونه ترتیب شي، او له دې لارې د پردیو له څنګه د خپلو د رابېلولو هڅه وشي او پر امریکا فشار راوړل شي چې اشغال او قتال ته د پای ټکی کېږدي.
















