قاري خالد
جګړه بس ده؟
بلې! بس ده او په یوه خوله او یوه غږ د ټولو افغانانو همدا غوښتنه ده چې جګړه بس ده خو! له بده مرغه چې روانه جګړه تحمیلي ده، تپل شوې ده او له تحمیلي جګړو خلاصون دملتونو په پیوستون شونی دی.
که څه هم طالبانو په ځلونو ویلي چې د دوی جګړه له افغان لوري سره نشته دی او نه افغان لوری دجګړې اړخ بولي، بلکې افغان لوری په لوی لاس او د یرغلګرو په اشاره جګړه بین الافغاني کوي او همدا د یرغلګرو اعظمي خواهش او ستراتېژي ده چې جګړه بین الافغاني کړي، او دوی سالم او غانم دخاردار تارونو او سمینټي دېوالونو تر شاه په بېزونو کې خوندي کښېني.
وړمه ورځ د ارګ واکمن ډاکتر صیب غني له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه طالبانو ومنله خو هغه غوښتنه چې اشرف غني له طالبانو د سولې اړوند کړې وه، طالبانو ځکه بې ځوابه پرېښوده چې اصلاً جګړه دډاکتر صیب غني او طالبانو ترمنځ نه ده، لهذا د غني له لورې د سولې غوښتنه نه مجوزه ده او نه معقوله.
ډاکتر غني د اخترو ورځو کې په طالبانو د اوربند غږ وکړ او طالبانو په ورین تندي ومانه؛ طالب مشرتابه آن تر دې اندازې سینه پراخه کړه چې له دوی سره زنداني عسکرو ته یې دتضمین په ورکولو د ازادېدو شین سېګنال هم ورکړ.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د اعلامیې په توضېح کې زیاته کړه: هر هغه افغان چې د کابل اداره کې دنده اجراء کوي، که نظامي هم وي کولای شي د اوربند موده کې خپلو کورنیو ته ولاړ شي.
اصل مطلب ته ګرځم ترڅو لیکنه اوږده نشي؛ دطالبانو له اعلامیې دوه خبرې په اسانه فهمولای شو.
۱ـ طالبانو د اوربند ترڅنګ د ورسره قید عسکرو د خوشې کېدا فرمان هم جاري کړ او په خپلو پلویانو یې غږ وکړ چې د زنداني عسکرو د خلاصون چارې چټکې کړي.
طالبانو عملاً ثابته کړه چې کاملاً سوچه افغانان دي، په افغانانو زړه سوی لري، په خپلو پرېکړو کې خپلواک دي او عملاً یې وښوده چې دجګړې هدف یې افغان وژنه او افغان لوری نه دی.
اوس ارګ ته پکار ده د طالبانو په پل، پل کېږدي. د بالمثل غبرګون په ښکاره کولو له خپلو زندانونو دطالب زندانیانو په خلاصون او یا د قید مودې په کمولو غور وکړي ترڅو افغان ولس د جګړې له ضرر خوندي شي او د سولې لپاره زمینه تر یو حده سازه او د باور فضاء جوړه شي.
۲ـ طالبانو ثابته کړه چې جګړه تحمیلي ده، تپل شوې ده، په طالبانو د قتل قتال پېریان نه دي ناست، نه ده وینو جل وهلي دي، نه ده څوکۍ حرص نیولي او سوداګر دي. بلکې د جګړې اصل لوری، د افغان ولس د بدبختیو عامل او د جګړې د غځېدا تر ټولو ستر سبب یرغلګر دي او تر څو چې یرغلګر موجود وي، ترڅو چې یې دفاع ته افغان بېګناه ځوانان دعسکر او وطن ساتونکي پر نوم کرایه کیږي، ترڅو چې یې دناوړه موخو تطبیق ته ډالري خمار وهلي څرخي تر هغو به جګړه جاري وي.
افغانانو وروڼو! نور بس دی، د احساساتو پر ځای له تعقل کار واخلئ او درک کړئ چې جګړه په څه ده او دچا او چا ترمنځ ده؟
کوم پرلتونه چې د غولونکو شعارونو په بدرګه ترسره کیږي، که په رښتیا سازشي نه وي او له درده ترسره کیږي، د راغلیو یرغلګرو پوځیانو د بېزونه مخ ته یې انتقال کړئ.
له ارګ وغواړئ چې طالب زندانیان ازاد کړي، طالب به ستاسې زندانیان ازاد کړي.
پرېږدئ چې افغان ځوانان د تپل شوې جګړې له تپ خوندي شي، خپلو کورنیو ته وګرځي، خپلو بچیانو او مېندو ته ولاړ شي، دخپلو خوئندو د سر پړوني شي او په یوه غږ او یوه خوله په یرغلګرو پسې کوتکونه پورته او د حي علی الجهاد نعره اوچته کړي.


















