د افغانستان کرکټ ملي لوبډله هند سره سيالۍ لپاره بنګلور ښار ته لاړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۲۰) د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د کرکټ ملي لوبډله د هند بنګلور ښار ته رسېدلې ترڅو د دغه هېواد له ملي لوبډلې سره د ټيست تاریخي سيالي ترسره کړي.

ټاکل شوې چې د افغانستان او هند تر منځ به دغه ټيسټ لوبې د راتلونکې پنج شنبې په ورځ د جون له څوارلسمې تر اتلسمې په ایم چیناسوامي لوبغالي کې ترسره شي.

له شاوخوا تېرو دوو مياشتو راهيسې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په هند کې د دغه هېواد له ملي لوبډلې او د هند له لوبډلې سره د سياليو لپاره په تمريناتو بوخته وه.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، ځکه د افغانستان لپاره هند سره ټسټ لوبې تاريخي ده چې په وينا يې د کرکټ د نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب له ترلاسه کولو وروسته یې لومړنۍ ټسټ لوبه ده.

هند په ټسټ کې د نړۍ لومړی درجه هېواد دی په داسې حال کې چې افغانستان د ټسټ (پنځه ورځې) یوه لوبه هم نه ده کړې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button