پر افغانستان د امریکا له یرغل وروسته د جگړې له ټولو اړخونو ډېرې تېروتنې شوي او لاهم روانې دي. همدا اوس د کابل او نورو ولایتونو په زندانو کې داسې بندیان هم پراته دي، چې یوازې د طالبانو مجله ورسره نیول شوې، یا یې کوم لاریون کې د طالبانو پټۍ تړلې وه. د طالبانو سره دُښمني ښکاره وه او داسې کسانو هم د اووه کاله بند تېر کړی، چې په موبایل کې یې د طالبانو غږیزه ترانه وه.
اوولس کاله مخکې طالبانو ته ټوله نړۍ یوه خوا شوه او طالبان یې یوازې د مرگ او وژنې وړ بلل. د ژوند کولو او یا د سولې خبرې ډېره لرې خبره وه. خو بېګاه د طالبانو د مشر او بیرغ یو ځل بیا په کابل کې ورپول شو او خلکو ته یې یوه نوې ساه ورکړه، چې زموږ ترمنځ لا هم مشترک ټکي شته او پر دغو ټکیو لا هم سولې ته نږدې کېدلی شو.
طالبانو په تېرو اوولس کلونو کې یوازې د سردار محمد داوود خان د تدفین او خاورو ته د سپارلو پر ورځ یوه ورځ اوربند اعلان کړی و او د دولت دا لومړی ځل و، چې ۷ ورځنی اوربند یې اعلان کړ.
سولې ولې مهمه ده؟
یو ورور مې طالبانو سره دی. اته کاله یې وشول چې تور سړک یې نه دی لیدلی. د شپې پر کور نه وي او ډېری وخت له ملگرو سره وي. هره شپه زموږ سره دا وېره وي، چې کېدای شي پر ملگرو یې بېگاه ته چاپه وي او دغه شپه به یې د ژوند اخېري شپه وي. د دولت تر واک لاندې سیمو کې ترې مړی ژوندی پاتې دی او یوازې هغو سیمو ته ځي، چې د دوی«طالبانو» تر ولکې لاندې دي. بچیان یې تل یادوي او آن کله ـ کله خو وايي، چې پلار مې ولې د شپې پر کور نه پاتېږي؟
د کلي څو ځوانان په ملي اردو او پولیسو کې دي. له هغوی هم خپل کورونه پاتې دي، ځکه زموږ کلی ټول د طالبانو تر ولکې لاندې دی او هغه خلک کلي ته د راتگ لهپاره زړونه نه ښه کوي، چې په دولت کې کار کوي. د یو کلیوال عسکر پلار، مور او څو خپلوان یې مړه شول، خو عسکر حتا د مړیو لیدلو ته رانغی. ځکه هغه پر خپل ژوند وېرېده. همدغسې کیسې له طالبانو سره هم روانې دي. که طالب د دولت تر واک لاندې سیمه کې اوسېږي، نو هر څه ترې پاتې دي او هغه شپه هم پر کور نه تېروي.
دا کیسه زموږ د ولایت، د ولسوالۍ او د یوه کوچني کلي وه. په دومره لوی افغانستان کې به څه ـ څه روان وي؟ خو همدغه کیسه په ټول افغانستان کې روانه ده. نو ځکه سوله موږ ته مهمه ده.
تېره اوونۍ ولسمشر غني د روژې له ۲۷یمې د اختر تر درېیمې د اوربند اعلان وکړ. د غني دغه اعلان دومره وستایل شو، چې د حکومت کلک مخالفین هم یې رانرم کړل. ټولو خلکو له طالبانو هم ورته هیله لرله او طالبانو هم تېره ورځ د اختر درې ورځې اوربند اعلان کړ. د طالبانو په اوربند کې د سولې نوي څرکونه نور هم راڅرگند شول او د ملي اردو او نورو امنیتي ادارو د ټولو بندیانو د یوه تضمین په ورکولو د خوشې کولو ژمنه هم وکړه.
افغانان له نورې نړۍ بېخي جلا خلک دي. له دغه اعلان وروسته ټولو په یوه خوله هم له طالبانو او هم له افغان حکومت نه مننه وکړه. بېگاه په کابل کې سلگونه ځوانان راټول شوي وو او د دولت او طالبانو ترمنځ یې د تازه اوربند هر کلی وکړ. دغه هر کلی او نمانځه له نورو جلا وه. یوازې د سولې شعارونه ورکول کېدل. د اشغال خلاف چیغې وهل کېدې او د لومړي ځل لهپاره د طالبانو بیرغ د اوولس کلونو وروسته بیا په کابل کې په ښکاره ورپول شول.
دلته له هېچا وېره نه وه. ټولو د طالبانو د مشر شیخ الحدیث ملا هبة الله اخوندزاده انځورونه په ډاډه زړه لېږداوه او د مننې غټ توري یې ورته لیکلي وو. «ښاغلي ډاکټر اشرف غني او شیخ الحدیث ملا هبة الله اخندزاده! ډېره مننه چې د افغانانو د خوښۍ په پار مو اوربند اعلان کړ.»

امریکا باید نور له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړي او د خپلو عسکرو د وتلو نړیوال تظمین ورکړي. موږ یو گام نور هم سولې ته نږدې کېږو؛ خو چې یوازې بهرني یرغلگر نور له افغانستانه ووځي. د طالبانو دښمني له افغان حکومت د بهرنیانو پر سر ده او د دوی د وتلو وروسته به طالب او حکومت دواړه د افغانستان د ښیرازۍ له پاره کار کوي.


















