ښایي د راتلونکې جمعې پر ورځ د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي

(کابل ټکی کام.۱۳۹۷ غبرګولی ۳۰)

د افغانستان مشهور ستوری پیژندونکی عبدالله کندهاری وایي چې د روانې میاشتې پر ۲۹ نیټه ماښام مهال به په سعودي عربستان سربیره په یو شمیر عربي هیوادونو کې د کوچني اختر میاشت ولیدل شي.

نوموړی زیاتوي، د پنجشنبې ورځ به د وروستیو مالوماتو په تر لاسه کولو کې مؤثر وي ، خو زیات امکان شته چې د جمعې پر ورځ اختر شي.

کندهاری زیاتوي؛ سږکال د شعبان مياشت پوره ٣٠ ورځې وه نو ښایي د رمضان میاشت ٢٩ ورځې شي.
باید وویل شي چې سږکال پاکستان هم د لومړي ځل لپاره له افغانستان او سعودي سره یوځای روژه نیولې خو اوس د هغوی وړاندوینه داده چې د راتلونکې شنبې په ورځ د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button