(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۲۰)
په داسې حال کې چې حکومت او طالبانو د کوچني اختر په پار څو ورځنی اوربند اعلان کړی او سملاسي د ولسونو له تود هرکلي سره مخ شوی ، له پخواني ولسمشر حامد کرزي او د زرغون ګوند له مشر امرالله صالح پرته ټولو سیاسي جریانونو او جهادي رهبرانو د یاد اوربند په اړه چوپتیا ښوودلې.
کرزي د دواړو خواوو څخه د اوربند اعلان ستایلی او د تداوم هیله یې څرګنده کړې ، خو امرالله صالح بیا یاد اوربند ته منفي غبرګون ښوودلی او له حکومت یې غوښتي چې خپله پریکړه بیرته واخلي، ځکه د ده په وینا دا د حکومت له خوا مقابل لوري ته د امتیاز ورکولو په معنا ده.
بلخوا د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار چې ځان تل د سولې او پخلاینې پلوی بولي، پخواني جهادي مشر اسماعیل خان، عبدالرب رسول سیاف، د ګيلاني کورنۍ ،صبغت الله مجددي، محمد محقق، د شمال ټلوالې غړي او نور سیاسي او جهادي رهبران د یاد اوربند په تړاو پټه خوله دي.
شنونکي وایي، د ډیری سیاسي او جهادي مشرانو ګټې په جګړه کې نغښتې او که سوله او ملي پخلاینه رامنځته کیږي په حکومت کې د دوی شته امتیازات او د ونډو برخه له کمبود سره مخ کیږي، نو له همدې امله تر ډیره زړه نه ښه کوي چې د داسې یو ملي ګام څخه ملاتړ وکړي.


















