سرلیکنه
اشرف غني په یوه ویډیويي پیغام کې تیره ورځ ویلي وو چې افغان حکومت د عالمانو تر فتوا وروسته د اوربند د غوښتنې ملاتړ کوي او ورسره موافق دی، په همدې خاطر د مبارکې روژې له ۲۷مې نیټې څخه د کمکي اختر تر پنځمې ورځې پورې اوربند دی.
اشرف غني حکومتي ځواکونو ته په وینا کې وویل چې د طالبانو په مقابل کې تهاجمي عملیات متوقف کړي، خو په عین وخت کې پر داعش، القاعدې او نورو ډلو به عملیات ادامه ولري.
تر یو څه ځنډ او مشورو وروسته، طالب مشرتابه د اشرف غني لخوا د اوربند په نامه اعلامیې ته په یوه اعلامیه کې دا کلمې هم استعمال کړې: د اشغالګرو پر وړاندې منصفانه قضاوت او پر وړاندې یې د مبارزې د لا تشدید وړاندیز.
د ټول کال هره ورځ، اونۍ او میاشت د قدر وړ دي چې انسان پکې د ژوند ساه اخلي، خو د روژې میاشت تر ټولو میاشتو مقدسه ده. د اشرف غني لخوا د لسو ورځو اوربند او د طالبانو لخوا یې په ځواب کې د حکومت پلوه ځواکونو لپاره تلپاتې پیزوینه په افغانستان کې د سولې او افغان ولس د ژوند د هوساینې زېری دی. خو موخین ټکی یې دا دی چې دا نوښت به تر کومه دوام وکړي؟ د اشرف غني لخوا د اوربند اعلان یواځې په رسنیو کې تر سترګو شو، ولس پرې باور نه درلود، خو د طالبانو لخوا حکومت پلوه ځواکونو باندې پیرزوینې ته په ټول هېواد کې تود هرکلی وشو. له دې دا جوته شوه چې پر اوربند د پیرزوینې هرکلی، باور او زور څومره زیات دی.
دا په تېرو ۱۷ کلونو کې له دواړو لورو د وینې تویېدلو د مخنیوي او یو پر بل د بریدونو نه کولو لومړی غږ دی، خو دا نه ده څرګنده چې دا غږونه به تر کومه بریده بریالي پاتې شي؟ تر کومه به په افغانستان کې له هوا پر افغان ولس د بمونو ورولو سلسله بنده وي؟ تر کومه به افغان ولس د هوسا ژوند ساه واخلي؟ او ترکومه به یو افغان پر بل افغان له ماشې ګوته پورته کړي؟
افغان ولس او نړیوال د دواړو لورو د سولې او وینو تویېدلو بندولو غږونو ته خوښ دي، خو د دواړو لورو دې ټکو ته په یادونه، چې حکومت به بې له طالبانو په نورو جکړه کوونکو عملیات دوامداره ساتي او طالبان به پر بهرنیو ځواکونو عملیاتو ته نورهم زور ورکوي، داسې نه بریښي چې دواړه لوري دې له جګړې لاس پر سر شي.
په افغانستان کې روانې جګړې ته په کتو سره، د طالبانو پر دریځ باور کېدای شي چې د حکومتی ځواکونو سره به د هغوی د اعلامیې له مخې چلند وکړل شي، اما په حکومت باور نه شته چې په اعلامیه دی ولاړ پاتې شي، ځکه د حکومت په کابینه کې د اشرف غني لخوا په اعلان شوي اوربند اختلافات دومره زیات شول چې اجراییه رئیس عبدالله د اوبو او انرژۍ د ارګ لخوا ګوښه کړل شوی وزیر، علي احمد عثماني، بیا په دنده وګماره. په کابینه کې هم د اشرف غنی لخوا د اوربند پر سر اختلافات زیات شول.
په افغانستان کې تر دوامداره جګړې وروسته له دواړو خواوو د وینو تویولو څخه د لاس اخیستلو زېری د افغان ولس لپاره ښه زېری دی، ځکه یې تود هرکلی هم وشو، خو امریکا هیڅ وخت د اشرف غني لخوا اعلان کړل شوي اوربند او پر افغان ځواکونو د طالبانو پېرزوینې ته په ښه سترګه نه ګوري. یو ځل بیا به پر افغان ملکي او بې دفاع ولسي وګړو د تېر په څېر د طالبانو په نامه بمبار پیلوي. امریکا هڅه کوي چې د جګړې په دوام په افغانستان کې بایللی وقار وګټي، خپلو موخو ته د رسېدو په خاطر امریکا خپله کامیابي د جګړې په دوام کې ګوري او هیڅکله نه غواړي په افغانستان کې جګړه پا ی ته ورسېږي.
د ارګ لخوا عارضي اوربند او د طالبانو تلپاتې پېرزوینې ته چې په ژور نظر وکتل شي، د افغان ولس لپاره یو نېک ګام دی، خو افغان ولس او نړیوال په دې باور دي چې د اشرف غني اوربند به مات او د طالبانو پېرزوینه به تلپاتې وي.


















