سنګاپور: د ټرمپ او کیم لیدنه ۲۰ میلیون ډالره لګښت لري

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۲۰)

 

د سنګاپور لومړي وزیر رسنیو ته ویلي چې دوی خوښ دي د نړۍ تر ټولو دښمنو هیوادونو تر منځ د سولې د خبرو کوربانه دي.
لی حسین لونګ د استریت‌تایمز ورځپاڼې ته ویلي، ټرمپ او کیم جونګ اون سنګاپور ته رسیدلي او ژر به د دې هیواد په تر ټولو مجلل هوټل کې سره وګوري.
هغه وویل؛ دا ناسته ۲۰ میلیون ډالره مصارف لري چې دوی ژمن دي، نیم مصارف یې په خپلو اوګو واخلي.
ټاکل شوې ده چې دا ناسته به د جون پر ۱۲ نیټه د دې هیواد په سنتوزا جزبره کې په یوه مجلل هوټل کې ترسره شي.
د یادې ناستې خبري پوښښ ته د نړۍ له مختلفو برخو تر ۱۰۰۰ ډیر خبریالان ورغلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button