طالبان بايد د اوربند شپې لا مثمرې کړي

تميم توفيق

اوربند اعلان شو، په کمه استثنا ټول هيوادوال، هغه که په دولتي ارګانونو کې په کار بوخت دي او که له طالبانو سره، د زړه له تله ورته خوشحاله او خوشبينه شول؛ دا ځکه چې دوی په ۱۷ کلونو په لومړي ځل داسې عواطف پارونکی اعلان واوريد، په لومړي ځل يې د ټوپک د ګرمې شپيلۍ د سړيدو خبر تر غوږ شو او په لومړي ځل اطمناني شول چې په ارامه فضا کې به له خپلوانو سره اختريزې شېبې ولمانځي.

دا څو ورځې هم د طالبانو او هم د اشرف غني لخوا دې جګړو ځپلي ملت ته د اختر په مبارکي کې يوه بې بها تحفه ده، خو دلته شته ځيني مرضي خلک چې دا خوښي يې په ملت نه لوريږي او دې د خير اقدام ته په خورا کمه سترګه ګوري.

په هر تقدير، په دې اوربند کې مې اشرف غني ته د لا ډيرو نيکمرغيو رالورولو چندان اميد ځکه نشته چې د ډېرې سترې او زورورې بلا تر سيورې لاندې محاصره دی او ممکن له اثره يې په اسانۍ ځان ونشي باسلی، ځکه خو په طالبانو د څو ټکو غږ کوم او هيله ترې کوم چې دغه څو شپې د تلپاتې خوښيو مقدمه او اساس وګرځوي.

طالبان بايد ځان خپلواک او خپل صف واحد ثابت کړي:

په هيواد د امريکا له يرغل راهيسې د رسنيو په خوله په طالبانو د ګوډاګيتوب او نه استقلال تورونه لګول کيږي، دغه راز د دوی يو صف په څو صفونو او ډلو ويشل کيږي او په ميډيا کې يې په بيلابيلو نومونو جلا شوراګانې ياديږي.

دوی بايد د دې تورونو او تبليغاتو د پوچ او بې بنياده ښکارولو لپاره د اوربند په شپو کې خپلو اعلان شويو ټکو ته په پوره معنی ژمن پاتې شي، خپل افراد متوجه کړي چې حتی په تيروتنه هم له کړو وعدو خلاف حرکت ونه کړي او ويښ واوسي تر څو يې آن له نومه هم څوک غلطه استفاده ونکړي.

طالبان بايد له دې ورځو د اذهانو روڼولو او واقعيت څرګندولو ګټه واخلي:

ډير احتمال بلکې يقين شته چې ډيری هغه دولتي مامورين او عسکر د طالبانو په اعلاميه د باور په اساس خپلو کورونو ته لاړ شي، چې په اصطلاح مغز شويي شوي او د اشغالګرو په چوپړ کې لګيا رسنيو او اشخاصو څخه په تأثر يې د طالبانو خلاف باورونه جوړ شوي دي.

طالبان بايد د هغوی اختر مبارکي ته ورشي، ذهنونه يې پاک کړي، په واقعيتونو او حقايقو يې سر خلاص کړي او په ذهن کې يې له دې ولسي خوځښت سره د پيدا شوې کينې هغه ځالې ړنګې کړي چې د يرغلګرو د تبليغاتي دستګاه په زور پکې جوړې شوې دي.

طالبان بايد د خپل وجود په فلسفه دولتي منسوبين وپوهوي:

د يرغلګرو د تبليغاتو په سبب دولتي منسوبين في الحال په دې باور لري چې طالبان د ځينو بهرنيو کړيو د لاس آله ده او غواړي افغانستان د پاکستان، روس، ايران او يا پاکستان تر ولکې لاندې راولي.

طالبان بايد د اوربند له ورځو په استفاده د دولت متعلق افرادو ته خپله فلسفه بيان کړي، چې د څه په ضد راپورته شوي، څنګه بې مثله سوله، ارامي او اطمنان يې دې ولس ته په تحفه کې ورکړی و، په يويشتمه پېړۍ کې يې په څه خارق العاده شکل او انداز عمري عدالت نافذ کړی و.

دوی بايد د اشغالګرو او هغوی ته د چوپړ وهونکو مغرضو دين او وطن دښمنو اشخاصو له تبليغاتو متاثر دولتي کارمندان وپوهوي چې د واکمنۍ په مهال يې چې ۱۰۰٪ ولس ملاتړ کړی و، وجه يې يوازې او يوازې همدا د درمند ولس لوی ارمان (ارامي، اطمنان او پرامن اسلامي نظام) پوره کول و.

طالبان کولی شي په دې برخه کې د دولت او تر خپلې ولکې لاندې سيمو د ژوند او چارو له پرتلې څخه هم د دولتي منسوبينو په سر خلاصولو کې ګټه واخلي، هغوی دې پرتلې ته متوجه کړي او فکر کولو ته يې اړ کړي، تر څو پوه شي چې اصل واقعيت څه دی او د لويديځوالو او د هغوی مهار کړيو ډالر پرستو تبليغات څه وايي.

او بلاخره طالبان بايد په هره برخه کې د خپل ټول توان په کار اچولو سره د غوليدليو افغان زلميانو وجدان راويښ کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button