سوله_ښه_ده

شعر/ حمزه حسیني
چې په توره مو وهلې توره شپه ده
بس شعار د الجهاد مو زمزمه ده
اندازه د سپېڅلتیا مو له دې وکړئ!
سپین بیرغ مو په زړه ایښې کلمه ده
له نیکونو مو درسونه د ننګ ویلي؛
ځکه هسکه مو په هر میدان شمله ده
د خپل خوږ نبي (علیه السلام) فرمان مو دی منلی
هر کافر سره مو کړې معرکه ده
مؤمنان باید د کفر خلاف یو شي
تر خپل منځ یې سوله ښه ده، سوله ښه ده
د حسد شیطاني جال ته الوداع کړي
په زړه سپین لکه شیشه، ورور مو ”حمزه“ ده



