شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه راپور تاژ

د ګډ حکومت اوربند څنګه روان دی

جنت ګل نشرونکی: جنت ګل
جون 14, 2018
کټګوریانې: راپور تاژ
0
اوربند

اوربند

138
ځلې شریک شوی
152
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

راپورتاژ: فرید افغان

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۲۴)

دا هم ولولئ

فایننشل ټایمز: علي خامنه‌يي د بشپړې بریا تر شعار لاندې ۳۷ کاله ایران رهبري کړ

اسلامي امارت د ۲۰۲۵ لاسته‌راوړنې اعلان کړې؛ له نړیوال تعامل څخه تر بندونو، امنیت او ټولنیزو مرستو/ راپورتاژ

د وروستیو جریاناتو او ټي ټي پي په اړه د اسلامي امارت د وياند د کنفرانس متن/ د استانبول د مذاکراتو، د TTP او بې‌ځايه شويو قبایلو په اړه څرګندونې

په داسې حال کې چې دولتي چارواکو د روژې له ۲۷ د اختر تر پنځمې څو ورځنی اوربند په داسې بڼه اعلان کړی چې ګواکې د طالبانو پر وړاندې به ټول تعرضي عملیات دروي، او دفاعي سنګرونه به پیاوړي کوي او د ممکنه تعرضونو پر وړاندې به په پوره مانا چمتو اوسي، همداراز له یاد اوربند څخه د داعش او القاعده وسلوالې ډلې مستثنا او پر هغوی به هر ډول بریدونه روان وي، اوس چې د یاد اوربند له پیل څخه دوه ورځې تیریږي آیا حکومتي ځواکونو یاد اوربند مراعات کړی اوکه څنګه.

دلته یواځې هغو پېښو ته اشاره کوو چې افغان ځواکونو د اوربند په شپو کې یواځې ولسي خلک په نښه کړي. په دې راپور کې یې ولولئ.

د اوربند لومړۍ ورځ

د بادغیس ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې پر ولسي ځایونو سخته بمباري وکړه چې له امله یې لسګونه څاروي ووژل شول او ګڼ کورونه له خاورو سره خاورې شول ـ په داسې حال کې چې د سیمې د خلکو په وینا، د بمبار په شیبو او تر بمبار څو ورځې وړاندې په سیمه کې د وسلوالو مخالفینو خوځښتونه ندي لیدل شوي او برید کاملاً تعرضي بڼه درلوده.

 

د اوربند دوهمه ورځ

د روژې اته ویشتمه او د اعلان شوي اوربند دوهمه ورځ بیا هم دولتي ځواکونو اوربند نقض کړ او په مختلفو سیمو کې داسې تعرضي عملیات چې یواځې ملکیان په کې هدف ګرځول شوي، ترسره شول.

غزني

په اجرستان ولسوالۍ کې محلي پولیسو د ولسي خلکو دکانونه چور او سنګرونه یې پکي جوړکړل همداراز یې د یو شمیر ولسي خلکو موټرې په دې پلمه چې ګواکې طالب پلوه دي، ونیولې او پر ولسي خلکو یې مختلف هدفي بریدونه وکړل.

بادغیس

بیا هم د دې ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې د اوربند دوهمه ورځ مراعات نه شوه او د همدې ولسوالۍ د لویې قرارګاه عسکرو دوه مسافر چې یو یې کوچنی ماشوم و، له کومي پوښتنې ګرویږني پرته په ډزو ووژل د دې تر څنګ یې یو ماشوم مرګونی ټپي کړی، ځایي روغتیایي مسؤلین وایي، د ماشوم روغتیايي وضعیت د اندیښنې وړ دی.

سرپل

افغان ځواکونو د دې ولایت د مرکز اړوند دآدرنګ په کلي کي پر کلیو د ډیسي توپ ډزې کړې چې په نتیجه کې یې یوه میرمن شهیده او یو کلیوال وګړی سخت ژوبل شو. د بریدونو پرمهال د وسلوالو کوم خوځښت نه دی تر سترګو شوی.

هلمند:

د همدې ورځې په وروستیو کې د سنګین ولسوالۍ دچرخکیانو مانده په سیمه کې افغان امنیتي ځواکونو پر هغو خلکو چې له مسجد څخه خپلو کورونو ته پرلار ول ډزې وکړې یو ۱۳ کلن ماشوم یې شهید او څو تنه نور یې ژوبل کړل.

تر دې ور اخوا په ګڼو ولایاتو کې دوسلوالو طالبانو پر ضد د حکومتي ځواکونو بریدونه، شپینۍ چاپې او نا اعلان شوي عملیات دوام لري.

غزني:

افغان ځواکونو تیره شپه د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ لونګ کلي باندې چاپه وهلې. سیمیېز خلک وایي، د چاپې عسکرو د خلکو دروازې ماتې کړي، خلک يې وهلي او له کورونو څخه يې قميتې شیان غلا کړي دي.

‏لغمان:

نن شپه  ګډو ځواکونو ددې  ولایت مرکز مهترلام اړوند نلاواټ سیمه کې په ملکي خلکو چاپه وهلې، د خلکو دروازې يې ماتې کړي، خلک يې په وهلو او ډبولو تهدید کړي  او خلک وایي چې د چاپې عسکرو  قيمې توکي ورڅخه وړي.

د سیمیېزو خلکو په وینا عسکرو یو ۷۰ کلن سپين ږیری (خیرمحمداکا) او د هغه زوی هم له ځانه سره وړي دي.

 

د غني وړاندیز ته یې د والیانو غبرګونونه:

د لوګر والي: 

د دې ولایت والي اوازه خپره کړه چې ګواکې د طالبانو له سیمیېز والي مولوي نعیم اخوندزاده سره یې تلیفوني اړیکه نیولې ، د اوربند د مبارکي تر څنګ یې هغه ته بلنه ورکړې چې له نوموړي سره یوځای د ښار په مسجد کې د کوچني اختر لمونځ آدا کړي.

خو دا ادعا هغه مهال خپله د ولایت د مقام بیرته رد کړه کله چې د طالبانو سرچینو خبر ورکړ، چې دوی په یاد ولایت کې د نعیم په نوم هیڅ مسؤل کس نه لري او والي له نامعلوم آدرس سره خبرې کړې.

د هرات والي

د هرات والي بیا له موکې څخه په استفادې ټولو ځایي طالبانو ته بلنه ورکړه چې د اوربند په شپو او ورځو کې خپلو خونو ته په آرام زړه سره تګ راتګ کولی شي.

د پکتیا والي:

د پکتیا والي بیا اوربند ته محتاطانه غبرګون وښوده او ویې ویل چې دوی به د اوربند پر مهال د طالبانو فعالیتونه تر کلکې څارنې لاندې ونیسي خو دا یې ونه ویل چې طالبانو ته په خپلو سیمو کې د ورتګ پر مهال د امن تضمین ورکولی شي کنه.

سپین اوربند د تور اوربل په مقابل کې

د حکومتي ځواکونو له اوربند څخه څو شپې تیریږي خو اوربند دا وښوده چې د دولتي ځواکونو فعالیتونه لا هم پر اوربل ټینګار کوي او لا هم کوم داسې اعلان شتون نه لري چې که جګړیز طالبان د اختر په مبارکو شپو کې خپلو مینو ته ستانه شي له کوم غبرګون سره خو به نه مخ کیږي.

بالمقابل طالبانو بیا په ټینګار سره ویلي چې ټول دولتي ځواکونه کولی شي له اوربند څخه په استفادې خپلو سیمو ته ستانه شي او په پوره اطمینان سره اختریزې شیبې له خپلو اقاربو سره ولمانځي.

بهر حال د طالبانو اوربند به سر له سبا ورځې چې د اختر لومړۍ ورځ ده، اعلانیږي او دا به ثابته کړي چې په دواړو غاړو کې کوم لوري اوربند ته ژمنتیا ښودلې.

طالبانو وار د مخه خپلو افرادو ته حکم کړی چې په ولسي غونډو کې له ګډون څخه ډډه وکړي، هسې نه د ګډو ځواکونو په ممکنه هوایي بریدونو کې د دوی له امله ولسي مرګ ژوبله رامنځته شي. دولتي چارواکو او نړیوالو ځواکونو لا هم د طالبانو دې اندیښنې ته کوم ځواب نه دی ویلی او چوپتیا یې ښوودلې.

طالبان څه غواړي؟

طالبانو له پیله له افغان ځواکونو سره په جګړو ټینګار نه دی کړی او نه یې هم د روانې معضلې اصلي اړخ بللی. د طالبانو د مشر په وروستي اختریز پیغام کې راغلي:

“ عسکرو، ملکي او پوځي منسوبینو او ټولو کارمندانو ته مو پیغام دا دی چې تاسو د همدې خاورې او ولس بچیان یاست، پلرونه او نیکونه موټول مسلمان او د قرآن او اسلام پیروان تېر شوي، تاسو ته په هیڅ دلیل جایزه نه ده چې د خپل مجاهد ولس خلاف د هغو اشغالګرو تر قومنده لاندې وجنګیږئ چې زموږ د اسلام او قرآن سرسخته دښمنان دي، زموږ هیواد یې اشغال کړی او زموږ په ولس ظلمونه کوي.

له تاسو سره زموږ مخالفت یوازې په همدې ټکي دی. که تاسو د اشغالګرو له ملګرتیا لاس واخلئ، زموږ وروڼه یاست، مجاهدین لکه څرنګه چې د هیواد په لراو بر کې هره ورځ له دښمنه را جلا کیدونکو عسکرو ته هر کلی وایي، د جنګي اسیرانو ساتنه او تداوي کوي تاسو ته هم د سر او مال امن درکوي. نو تاسو هم د خپل دنیوي او اخروي نجات لپاره اقدام وکړئ او مخکې له دې چې د امریکایانو په ملګرتیا کې ووژل شئ د اشغالګرو له صف څخه ځانونه رابېل کړئ.“

طالبانو تل ټینګار کړی چې افغان ځواکونه دې دوی او بهرنیان سره پریږدي او د هغوی مله ملاتړ څخه دې لاس واخلي.

‏

لوی ټکي: اوربندبادغیسغزنيګډځواکونهلغمانملکي تلفاتهلمند
مخکینې مطلب

ابوبکر البغدادی ماته یوه ځانګړې ډالۍ واستوله

بل مطلب

اختر کې د شهـداؤ کورنۍ له ياده مه باسئ!

ځانګړي مطالب

خبرونه

فایننشل ټایمز: علي خامنه‌يي د بشپړې بریا تر شعار لاندې ۳۷ کاله ایران رهبري کړ

نشرونکی: ح جلال
مارچ 3, 2026
افغانستان

اسلامي امارت د ۲۰۲۵ لاسته‌راوړنې اعلان کړې؛ له نړیوال تعامل څخه تر بندونو، امنیت او ټولنیزو مرستو/ راپورتاژ

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 31, 2025
افغانستان

د وروستیو جریاناتو او ټي ټي پي په اړه د اسلامي امارت د وياند د کنفرانس متن/ د استانبول د مذاکراتو، د TTP او بې‌ځايه شويو قبایلو په اړه څرګندونې

نشرونکی: ح جلال
نوومبر 8, 2025
خبرونه

سي آی ای، ولې افغانستان کې ناکامه شوه؟ د الجزيرې ځانګړی راپور

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 8, 2025
راپور تاژ

له اټومي توغندیو تر پرمختلليو روباټونو؛ د چین د ځواک ننداره

نشرونکی: احسان تکل
سپتمبر 3, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    19 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com