غزني: ۲۵ تنه امنیتي ځواکونه د طالبانو لیکو ته ورغلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۲۸)
په داسې حال کې چې د طالبانو اعلان شوی اوربند تیر ماښام پای ته ورسیده، راپورونه وایي چې د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د ملي او محلي پولیسو او ملي اردو ګڼ شمیر غړي له طالبانو سره یوځای شوي.
دا په نږدې څلرویشتو ساعتونو کې دریمه ډله امنیتي ځواکونه دي چې د طالبانو لیکو ته ورځي.
د طالبانو سرچینو ویلي؛ یو شمیر اربکیان د دې ولسوالۍ د برخانخیلو په سیمه کې له یوه مهم مرکز او ۴ پوستو څخه تښتیدلي خو د ۲۵ په شاوخوا کې له دوی سره یوځای شوي دي.
سرچینې زیاتوي؛ یوځای شویو سرتیرو سره لسګونه میله وسلې او مهمات هم و ،چې طالبانو ته یې ور وړي.
تر دې وړاندې د فراه په پرچمن او یو شمیر نورو ولسوالیو کې تر لسو ډیر امنیتي ځواکونه له خپلو وسلو او مهماتو سره یوځای طالبانو ته ورغلي و.
طالبانو د ورغلو محلي ځواکونو نومونه هم نشر کړي چې په لاندې توګه دي.
1مطیع الله دروزی محمد زوی اربکی
2 عبدالرحمن د عبدالولی زوی اربکی
3محمد نعیم د محمد ولی زوی اربکی
4 محمد رحیم د حاجی محمدکریم زوی پولیس
5عبدالباری د حاجی عبدالکریم زوی اربکی
6محمدداوُددحاجی عبدالحکیم زوی اربکی
7سیداحمددالله نظرزوى اربکی
8 فضل احمددالله نظرزوى پولیس
9عبدالاّحمددعبدالباقی زوی اربکی
10نور احمددالله نظرزوى پولیس
11سردارولی دمیراحمدزوی اربکی
12میرهمزادمیراحمدزوی پولیس
13 عزیزالله دیارمحمدزوی پولیس
14 محمد اشرف د حسن گل زوی ملي اردو
15محمدرسول دمحمدسلیم زوی اربکی
16عبد الرسول دمحمدرسول زوی اربکی
17 محمد فضیل د محمدحسن زوی اربکی
18 عبدالرحیم د حاجی غفارزوی اربکی
19عبدالغنۍد خداۍمیرزوی=
20حبیب الرحمن دعبدالجبارزوی=
21حسن الله د کجیرزوی=
22عبدالبارۍدسدوزۍ زوی=
23حمدالله دحمیدالله زوی=
طالبان وایي د ورغلو امنیتي ځواکونو یې تود هرکلی کړی.
باید وویل شي، چې طالبانو د اوربند په شپو کې په ټولو ښارونو کې دولتي ځواکونو ته ویلي چې د دوی جګړه یواځې د امریکایانو پرضد ده او ترې غوښتي یې دي چې باید د بهرنیانو پرضد یا ورسره یو موټي او یا د هغوی له ملاتړ لاس واخلي.
چې دولتي ځواکونو هم په خورا ولولو د طالبانو دې وړاندیز ته سر ښورولی دی.



