امریکا د افغان جګړې د رهبري لپاره د نوي قوماندان د معرفي تر څنګ د جګړې برخلیک څیړي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۲۸)
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د امریکا جګړییزه ستراتیژي په ټولیزه توګه له ماتې سره مخ شوې او دې موضوع یو شمیر جمهوري پال او دیموکرات استازي هم وارخطا کړي، ټاکل شوې ده چې په راتلونکو ورځو کې د افغان جګړې په برخلیک او د نوي قوماندان پر ټاکلو غونډې جوړې شي.
امریکایي رسنۍ ملیټري ټایمز وایي؛ سبا به د امریکا مشرانو جرګه ، افغان جګړې ته د ټرمپ له خوا د ټاکل شوي قومندان جنرال “سټین سکاټ میلر“ په هکله په یوه استماعیه غونډه کې پریکړه وکړي.
د نوموړي په هکله ویل کیږي چې د «دلتافورس» د ځانګړې قطعې د مشر، د سمندري ځواکونو د قوماندان او ګڼو نورو پوځي دندو باندې پاتې شوی او څو میاشتې وړاندې یې په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه او د هغوی تر قوماندې لاندې جنګیدونکي افغان عسکر تر ټولو سپیڅلي مجاهدین بللي و، ښایي نوموړی د اوږدې پوځي تجربې له امله د سنا جرګې رایه په اساني سره ترلاسه کړي.
خو بل لور ته ویل کیږي ، چې د افغانستان جګړه د امریکایي سناتورانو لپاره تر ټولو ناکامه او بې ارزښته جګړه ښکاري او زیاتره سناتوران یې د پای ته رسولو غوښتونکي دي چې د ملیټري ټایمز په باور، ښایي د سناتورانو دا بې باوري نوی امریکایي قوماندان له سختو ننګونکو پوښتنو سره مخ کړي.
بل لور ته داسې راپورونه هم دي چې، دا اونۍ به امریکایي سناتوران په لوړه کچه د افغانستان په اړه د ټرمپ جګړیزه پالیسي تر جدي څیړنې لاندې ونیسي.
باورونه دادي چې ښایي د افغان جګړې د زیاتو مخالفو امریکایي سناتورانو رایه د جګړې د پلویانو مخه ونیسي .
او امریکایي مشران له طالبانو سره مخامخ ډیالوګ ته ځان چمتو کړي.



