د طالبانو اوربند د ولس د هوسایۍ په پار و، ۹۰ سلنه ګټه یي هم طالب یووړه
احمد فایز
وسلوالو طالبانو تیر ماښام خپل درې ورځنی اوربند پای ته رسولی او په وینا یي یوځل بیا له امنیتي ځواکونو سره نښتې پیل کړي او له څلویښت زیاتو سرتیرو ته یي مرګ ژوبله اړولې دغه راز ویل شوي چې د طالبانو له لوري د اوربند درې ورځې وروسته د هیواد په ګڼو ولایتونو کې جګړو شدت وموند او وسلوالو طالبانو د پخوا په څیر یوځل بیا پر امنیتي ځواکونو او دولتي تاسیساتو خپلو بریدونو ته ادامه ورکړې او لا هم نښتي روانې دي.
باید وویل شي چې امنیتي سرتیرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو سربیره ۱۳ تنه د حکومت عسکر د طالبانو لیکو ته ورغلي او ورسره یوځای شوي طالبانو هم د یادو عسکرو په اړه معلومات رسنیز کړي او ویاند یي قاري محمد یوسف احمدي په خپل ټویټرپاڼه کې لیکلي چې تیره شپه د فراه ولایت پرچمن ولسوالۍ په کمرک او لرون سیمو کې د کابل ادارې ۱۱ تنه پولیس او عسکر له خپلو وسلو سره د حقائقو په منلو له طالب جنګیالیو سره یوځای شوي دغه راز یي په یو بل خبر کې هم زیاته کړې چې د بادغیس مرغاب په اکازو سیمه کې هم ۲ تنه عسکر ورسره یوځای شوي.
د شنونکو په باور وسلوالو طالبانو له هغو سیمو چې دولتي ځواکونه پرې حاکم دي د اوربند په جریان کې د ورتللو وروسته کوردنات ترلاسه کړي او په وینا یي ګمان کیږي طالب جنګیالي ترې د مهمو اهدافو په نښه کولو کې استفاده وکړي د همدې کبله ډیری امنیتي مسؤلین په ویره کې دي او دمګړۍ د خطر پیښیدو ویره محسوسوي چې له امله یي د لوړ پوړو نظامي چارواکو او منسوبینو لار خطا کړې او هره ګړۍ د وسلوالو طالبانو بریدونو ته شیبې شماري دغه راز د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش هم خبر ورکړی چې په تیرو دریو ورځو کې ۲۴۰۰ کم و زیات طالب جنګیالي د کابل ښار په مرکزي څنډو کې ځای پر ځای شوي دا یو واضح حقیقت دی چې سترګې پرې باید پټې نشي باید یادونه وکړم چې د ډیرو سترو بریدونو احتمال لیدل کیږي ښکاره حقیقت یي د ننګرهار د والي مشاور او د غني خیلو ولسوال ته کمین ورکول وو چې په ډیر حساس ځای کې طالب وسلوالو په نښه کړ او وې واژه.
همدارنګه طالب وسلوالو له درې ورځني اوربند نورې ډیرې لاسته راوړنې هم له ځانه سره لرلې چې ویل کیږي د امنیتي سرتیرو هغه ګمان په خوب سره بدل شو چې دو ته خپلو لوړ پوړو مشرانو او پوځي جنرالانو ویلي و چې د طالبانو په لیکو کې پنجابیان او نور استخباراتي کسان جګړه کوي باید ووژل شي د هغو ټولو جنرلانو ادعاوې درواغ ثابت شول او ریښتیني حقایق تر ډیرو خلکو ورسیدل.
طالبان افغانان وو:
د یو سرتیري په قول چې طالبانو سره ولاړ وو په ژړغوني غږ یي وویل چې موږ ته دستور راکول شوی وو چې د وسلوالو طالبانو په لیکو کې ټول پاکستانیان او ایرانیان جګړه کوي نو له همدې کبله مو ټوپک راخیستی او په جګړه بوخت وو دا خو موږ ګورو چې ټول افغانان او د همدې خاورې بچیان دي دغه سرتیري زیاته کړه چې ریښتیا هم موږ ملامت او د امریکا د ګټو په خاطر روزل کیږو او بیا د جګړې ډګر ته بیول کیږو طالب سرتیری وایي یاد عسکر راڅخه د ټلفون شمیره واخیسته ممکن له هغې صف راجلا شي او یا هم عادي ژوند اختیار کړي چې دای یوه لاسته راوړنه وبلل.
روسی مشاور:
د طالبانو په اوربند کې مو یو دا حقیقت ترسترګو شو چې طالبان یو خو افغانان دي بل يو نظام یي روان کړی چې ډیر پوه،ځیرک او له استعداد ډک خلک پکې شتون لري هاغه طالب جنګیالی مو هم ولیده چې یو وخت حکومتي لوړ پوړو چارواکو او د دفاع وزیر ادعا کړې وه چې ګواکې د طالبانو په لیکو کې روسی مشاور لیدل شوې او د کندز د جګړې رهبریت په غاړه لري ډیر نګدې مو هغه طالب سره روغبړ وکړ او خبرې مو ورسره وکړې یقیني افغان بچی و او د امریکا او د ناټو عسکرو په شتون خوابدی وو د ژوند ارمان یي په ګران وطن کې دایمي سوله راتلل و او د خوشحالۍ ژوند تیرول و.
د طالبانو یوالي حیران کړم:
په عامه رسنیو او تلویزونو کې مو ډیر اوریدلي وو چې طالبان څو ډلې دي او پخپلو کې نامنونکي دي دوئ هیڅکله په یوه خبره ولاړ ندي بلکه د افغان سرتیرو وژل ورته یو دستور ورکول شوی چې دوئ یي په جګړو کې وژني چا به ویل طالبان زموږ اردو ختمه وي ان تر دې چې ډیر پروپاګند مو اوریدلای و خو دا هرڅه پدا دریو ورځو کې دروغ ثابت شو او ومو لیدل چې طالبان ټول یو خلک دي د یو امر تابع دي او په اوربند کې ثابت کړل چې افغان سرتیري زمونږ هدف ندي بلکه دو پخپله ځانونه د مرګ کندې ته برابر کړي ډیره زیاته مینه یي سرتیرو ته ورکړه دو وایي سرتیري د هاغو چا دفاع کوي چې زموږ په وطن یي یرغل کړی د هغو چا دفاع کوي چې زموږ د دین دښمنان دي د هغو چا دفاع کوي چې د خپلو مقاصدو لپاره یي همدا یوه ټوټه جعلي نظام جوړ کړې او درګرده غولیدلي افغانان پکې د خپلو اهدافو په پار استعمالوي.
ایا ریښتیا کورنۍ جګړې پیلیدی شي:
په حکومت کې دننه شریرو او خود غرضه چارواکو به تل افغان ولس پدې ویره کې اچولی و چې که بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي کورنۍ جګړه به شروع شي عسکر او طالب به سره واوړي حال دا چې دا هرڅه پدا دریو ورځو کې ثابت شول چې طالبان او افغان سرتیري څومره سره نګدې کیدلای شي او ریښتیا هم د محبت پیغام یي له ځانه سره لرلو خو دا هرڅه په هغه صورت کیدلای شي چې بهرني قوتونه له افغان خاورې خپې څپکې کړي او اشغال ته خاتمه ورکړي.
د حکومت څخه په نیول شوي رینجر..
د ژوند یوه خاطره مې دا هم له ځان سره ثبت کړه چې پخپلو سترګو مې ولیدل هغه رینجر موټر چې د دولتي ځواکونو سره و د اوربند په لمړي ورځ مې له طالب وسلوالو سره هم ولیده چې په جګړه کې یي له دولتي سرتیرو نیولی و طالب وسلوال پکې د دولت تر ولکې لاندې سیمي ته راغلي وو او د اختر لمونځ یي اداء کړ او بیا یي له دولتي سرتیرو او ولسي خلکو سره د اختر مبارکۍ وکړې او بیرته په هماغه رینجر موټر چې سپین بیرغ پرې نصب و خپلو سیمو ته ستانه شول.
په ګران وطن کې د دایمي سولې د راتګ په هیله…


