محمود باور
که رښتیا سوله غواړئ وېده ولې یاست؟
چوپ ولې یاست؟
چاته انتظار یاست؟
دکوم مسیحا او رهنما لارې څارئ؟
ازادي اخېستلی کیږي ورکولای کیږي نه. ازادي دسوال زارو خبرې نه دي دسرونو قرباني غواړي ، لؤړ همتونه غواړي ، ویښ ضمیرونه غواړي ، شجاع ملیتونه غواړي. دځوانانو په لاسونو کې رباب او په ښارونو کې شباب ازادي نفي کوي. شباب ـ کباب ـ رباب په ملتونو خوب سپرۍ کوي ، د اسارت په ځنځېرونو ول ـ په ول تړلي یې وېده کوي.
کوم ملتونه چې د اسارت په ځنځېرونو تړل شوي یا تړل کیږي هغوی له قیادت محروم دي ، زعامت یې دپردیو په اخؤر تړل شوی دی او اجتماعیت یې له منځه وړل شوی دی.
او تاسې! تاسې شکر منظم قیادت لرئ ، خپلواک زعامت لرئ. داسې واحد قیادت چې نړۍ یې بېلگه نشي وړاندې کولای ، په ماتولو یې لسگونه حربې استعمال کړې اما هر څه یې صفر کې ضرب دي.
داسې زعامت لرئ چې له پیله یې نه چا ته سر ټېټ کړی دی ، نه دچا پیسو مات کړي دي نه دچا زور او ځواک په ملا قات کړي دي.
په سمڅو کې یې ژؤند وکړ ، په تورو تاریکیو کې و اوسېدل ، کلونه له کورونو مسافر پاته شؤه ، دشدید مرض درلودلو باؤجود نه له هېواد ووتل ، نه یې دیرغل خلاف توره او کمان کېښود.
تاسې لېونئ اوبه څښلي چې په بېځایه او بې مانا پرلتونو پښې تڼاکې کوئ. ویې کړئ ، شپې هم روڼې کړئ ، لؤږه او تنده هم وزغمئ ، مزلونه هم وکړئ خو دمنزل په لور.
دجگړې دعواملو مخ ته پنډ ـ پرلت شئ ، دجگړې دپلویانو گرېوانونه ټینگ کړئ ، دجگړې له تعرضیانو او له راغلیو پوځیانو سوله وغواړئ.
اې! خدای مه کړه موږ که دومره بې همته یو ، موږ که دومره بې جرأته یو ، موږ که دومره دملي قیادت او زعامت فقر وهلي یو چې دیرغلگرو پوځیانو په نشتون کې به مو گاؤنډیان غوښې او هډوکې وشپېلوي ، ژؤند ولې کوو؟
ایا موږ مړ ولس یو؟
ایا موږ بې همته شوي یو؟
موږ دټول چم گاؤنډ امامت کړی دی ، تر ډیلي او اصفهانه مو لښکر کشي کړې او د نیمایي امت مو قیادت کړی دی
څو بزدله به لرو ، څو خرڅ شوي به لرو ، څو مټکؤر به هم لرو خو موږ داسې مټؤر ځوانان لرو چې نړۍ یې په مینه تماشه کوي.
هیله ده په موږ دډار پېریان مه کښېنوئ ، زموږ ځوان کهول ته د بې همتي او بزدلي درس مه راکوئ.
موږ ویښ ملت یو ، موږ مېړنی او شجاع ملت یو. موږ ځان څه چې دجهان ساتلو وړتیا لرو ، لاپې نه وهو دا مو عملاً ثابته کړې هم ده.
نو ملته! که رښتیا سوله غواړئ دغفلت له بړستن پورته شئ ، دخدای درپېرزو کړي قیادت او سرښندویه طالبانو په ملتیا در ترغاړې دغلامي ځنځېرونه بند په بند مات کړئ.
په همهغه ورځ تلپاته سوله درته مبارک شه.

















