ډاکټر عبد الله افغانستان کې د ایټالویانو د “قربانیو” مننه وکړه
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۲۹)
د ګډحکومت اجرایه رئیس ډاکټر عبدالله چې د خوړو د نړیوال سازمان په سر مشریزه کې د ګډون په موخه ایټالیا ته رسیدلی، تیره ورځ یې د دې هیواد له دفاع وزیرې ‘الیزابت ترینتا‘ سره کتلي.
د عبدلله ویاند مجیب الرحمان رحیمي پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي؛ میرمن ترینتا ډاکتر عبدالله ته هرکلی ویلی او په روانه جګړه کې یې د اوږدمهالې همکارۍ ژمنه ورکړې.
عبدالله د ایټالیا له لومړۍ وزیرې مننه کړې چې په افغانستان کې یې د نړیوال امنیت د خوندیتابه په خاطر بې دریغه مالي او ځاني قربانۍ ورکړې او د افغان امنیتي ځواکونو سره یې په پوځي او لوژیستکي برخو کې مرسته کړې .
اجرایه رئیس وویل؛ موږ هیله مند یو چې ایټالیا به مو په نظامي برخه کې له مرستو هیر نه کړي.
باید وویل شي چې د ګډحکومت مشر ډاکټر غني، اجرایه ریاست او امریکایي چارواکو په وار وار ویلي چې افغان پوځیان په خپل هیواد کې د نړیوال د امنیت لپاره قرباني ورکوي او ځکه براخ بهرنی ملاتړ هم له ځانه سره لري.
عبدالله داسې مهال له ایټالیا څخه د مرستو هیله کوي، چې د دې هیواد پوځیان څو میاشتې وړاندې د فراه ولایت د سقوط د مخنیوي په موخه دې ولایت ته ورغلي و، چې له یوې اونۍ تیریدلو وروسته د طالبانو توغندویزو بریدونو اړ کړل څو خپل مرکزونه د ناټو اتحاد د نورو غړیو هیوادونو پوځیانو ته ور پریږدي او له محدود شمیر سرتیرو پرته ټول ځواکونه یې له افغانستان څخه ووتل.



