روسيه: د فوټبال نړيوال جام کې نن درې لوبډلې سره مخ کېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۲۹) نن د سې شنبې په ورځ په روسيه کې د نړيوال جام سياليو په لړ کې درې لوبډلې سره مخ کېږي.
لومړۍ سيالي د جاپان او کولمبيا تر منځ ده چې د افغانستان پر وخت د ماذيګر څلور نيمې بجې پیل کېږي.
دوهمه لوبه د سنيګال او پولنډ تر منځ ترسره کېږي چې پر اووه نيمې بجې به پيل شي او درېيمه سیالۍ کې به روسيه او مصر سره مخ شي.
وړمه ورځ صربیا یو پر صفر کاستاریکا ماته کړه او جرمني په یوه ګول له مکسیکو ماته وخوړه، سويس او برازيل يو پر يو مساوي شول او جرمني يو پر صفر له مکسيکو ماته وخوړه.
دغه راز په پرونيو سياليو کې د سويډن لوبډلې يو پر صفر جنوبي کوريا ته ماتې ورکړه او بلجيم له پانامې څخه درې پر صفر لوبه وګټله، انګلستان بيا تونس ته دوه ګوله ورکړل او مقابله لوبډله يې ماته کړه.
د فوټبال د نړیوال جام ترلاسه کولو دغه سيالۍ به د روسيې په يوولس ښارونو کې په دولس لوبغالو کې ترسره شي. دا د دغه سیالیو یوويشتم پړاو دی.
د لوبډلو اته ډلې به د سیالۍ ډګر ته ووځي، چې په هره ډله کې به څلور لوبډلې ګډون لري او د هرې لوبډلې دوه وتلې لوبډلې به د شپاړلس لوبډلو دویم پړاو سیالۍ ته ووځي.



