ننګرهار: بهسود پل ته څېرمه چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۲۹) نن سهار د ننګرهار ولايت د جلال اباد ښار مربوط د بهسود پل ته څېرمه چاودنه شوې چې له کبله يې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي، په چاودنه کې درې ماشومان  ټپيان شوي دي.

خو عيني شاهدان وايي، په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي چې ټول د يوې کورنۍ غړي دي.

ويل کېږي، چاودنه د يوې هاوان مرمۍ د چاودېدو له کبله هغه مهال شوې کله چې ماشومانو په ياده مرمۍ لوبې کولې.

تر اوسه معلومه نه ده چې دغه هاوان مرمۍ کوچنيانو له کومه پيدا کړې وه، خو تر دې مخکې هم داسې پېښې شوي چې عسکرو د هاوان او نورو وسلو خرابې مرمۍ په ولس ميشتو سيمو غورځولي چې کبله يې په کوچنيانو چاودنې شوي او ملکي خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button