د ګډحکومت مشر: اوربند نور هم غځوو، او د بهرنیانو شتون یوه اړتیا ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۲۹)
نن د ملي یووالي د حکومت مشر نن له هلمند څخه ورغلو فعالانو سره په یوه غونډه کې ځان سولې او ملي روغې جوړې ته ژمن وباله او پر مقابل لوري یې نیوکه وکړه چې دسولې اراده نه لري.
ولسمشر د طالبانو د درۍ ورځني کامیاب اوربند په هکله وویل؛ طالبانو چې د اختر په پار څو ورځې اوربند اعلاناوو، باید یو کال یې اعلان کړی وای ځکه چې د ده په خبره، د یو کلن اوربند په روا والي کې هم ستونزه نشته.
هغه د حکومت اوربند یوې میاشتې ته تمدید کړ او زیاته یې کړه چې دا کار یې د هلمندي فعالانو په غوښتنه ترسره کړی.
غني د بهرنیو پوځونو شتون چې طالبانو ته د سرې کرښې اهمیت لري، یوه اړتیا وبلله او زیاته یې کړه چې افغانستان به په راتلونکو څو کلونو کې هیڅ بهرني قوت ته محتاج نه وي.
غنی وویل؛ که طالبان رښتیا یو قوت وي باید وسله پرځمکه کیږدي، له نړیوالو ترهګرو ډلو سره اړیکې پریکړي او د انتخاباتو له لارې خپل راتلونکی وټاکي.
نوموړي زیاته کړه؛. چمتو دی چې په همدې تړاو له طالب مشر مولوي هبةالله اخوندزاده سره مخامخ خبرې وکړي.
بل پلو د رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې طالبان د افغان حکومت اداره په رسمیت نه پیژني او یو داسې بې صلاحیته ارګان یې بولي، چې ټولې پټې او ښکاره پریکړې یې په امریکایي سفارت کې طرحه کیږي.
رویټرز ویلي، طالبان غواړي مخامخ له امریکا سره چې هغوی یې د جګړې اصلي طرف بولي خبرې وکړي.
اژانس زیاتوي؛ امریکایان هم اوس دې نتیجې ته رسیدلي چې طالبان له خپلې غوښتنې تیریدونکي نه دي او ښایي متحده آیالات نیغ په نیغه له دې ډلې سره یوه سولییز تفاهم ته دخبرو لپاره چمتو شي.
پر همدې مهال، نن ولسمشر غني له سیاسي او جهادي مشرانو سره کتنه کړې او هغوی د نوموړي له پیل شوي اوربند څخه ننګه کړې.
په ورته وخت کې ازبکستان ویلي چې د طالبانو له لوړ پوړو چارواکو سره یې د افغان سولې په تړاو خبرې کړې او چمتو دي چې د افغان ښکیلو غاړو تر منځ وساطت ته مټې را بډوهي.
طالبانو چې خپل لنډمهالی کامیاب اوربند یې پای ته رسولی بیا هم ټینګار کړی چې له بې صلاحیته جهتونو سره پر مذاکراتو وخت نه ضایع کوي او غواړي مخامخ له امریکا سره خبرې وکړي.
طالبانو په ځلونو هغه ګنګوسې د دښمن تبلیغات بللي چې ګواکې د بهرنیانو په وتلو سره به ګاونډیانو ته د لاس وهنې زمینه برابره شي، یا به هم افغانان په خپل منځي ستونزو کې ښکیل شي، دوی وایی، چې که امریکایان ووتل افغانان کولی شي خپل منځي تفاهم ته ورسیږي
د ملي شورا غړي وایي؛ د طالبانو لنډمهالي اوربند دا وښوودله چې د حکومت او امریکایانو ټول هغو تبلیغات چې ګواکې په افغانستان کې ۲۰ وسلوالې ډلې فعالې دي ، بیځایه پروپاګند او تش تبلیغات و.



