اوربند د چا په گټه تمام شو؟

احمد منصور

دا چې حکومت او طالبانو د اختر په احترام او طالبانو د اولس په غوښتنه اوربند اعلان کړو د حکومت ۷ورځنى اوربند وه او د طالبانو ۳ورځنى خو طالبان د اولس د خوشحالولو لپاره څلور قدمه مخکې لاړل طالبانو د هغو عسکرو د آزادولو وعده وکړه چې د جگړې په میدان کې نیول شوي خو په شرط د دې چې بیا به مقابل جهت ته نه ورځي طالبانو عسکرو ته اجازه ورکړه چې زمونږ د واک لاندې ساحو کې خپلو کورو او خپلوانو ته راتلی شي افغان اولس د دوی دغه کار وستایه او زیات ترې خوښ شول،

داچې اوربند د اختر په ختمېدو پای ته ورسېد ،که څه هم د اشرف غني لخوا لس ورځې نور هم اوږد شو خو طالبانو دوه ورځې د مخه د یوې اعلامې په صدور سره خپل پلویان مخاطب کړل او امر یې وکړ چې د پخوا پشان د بهرنیانو او گوډاگیانو پر ضد خپلې مقدسې مبارزې ته ادامه ورکړي.

یو سوال دلته مطرح کېږي ‏اوربند د چا په گټه تمام شو؟

‏ د دې سوال په جواب کې به زه دا ووایم لکه سنگه چې تاسو ته معلومه ده چې طالبان د اختر په اوله او دویم د ولایتو ښارو سربېره آن د کابل ولایت ښار ته لاړل له اولسي خلکو، عسکرو او ملي اردو،ملي پولیسو سره یې وکتل طالبانو په دې سره لاندې هغه پروپاگنډې چې غربي رسنیو ورپسې کولې درواغ ثابت کړل.

۱-طالبان د پاکستان د اهدافو لپاره جنگیږي ،

طالبانو ثابته کړه چې مونږ د پاکستان په شمول د هېچا د اهدافو لپاره نه جنگیږو

که داسې وى اوس به مونږ اوربند نه اعلانوه‎ .

     ۲-طالبان متحد نه دي بلکې ډلې ډلې دي،

طالبانو په درې ورځو د اوربند کې ثابته کړه چې مونږ متحد یو او د یوې قومندې لاندې جنګېږو ځکه په یو امر مو اوربند شروع کړ او په یو امر مو پای ته ورساوه .

‏۳-طالبانو په لیکو کې روسان او پنجابیان دي،طالبانو په دې اوربند کې حکومتي ځواکونو ته دا خبره ثابته کړه چې مونږ کې بهرنیان څوک نشته بلکې ټول افغانان یو او د بهرنیانو پر ضد مو جهاد پیل کړی.

د اوربند د ختمېدلو څلورویشت ساعته نه وه وتلي چې درې ډلې حکومتي کسان طالبانو ته تسلیم شول خپله د امارت ویندویانو په رسمي ډول د دغو عسکرو تسلیمېدل ومنل نو ویلی شو چې اوربند د طالبانو په نفعه تمام شو،شاید په راتلونکو ورځو کې زیات شمېر عسکر،اردو، او پولیس طالبانو ته تسلیم شي،ځکه دوی پوه شول چې طالبان پردي نه بلکې افغانان دي او دوی ته چې څه ویل کېدل هغه درواغ ول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button