نړۍ کې څومره سپکې وسلې شته او زیاتې د چا په لاس کې دي؟ 

د سپکو وسلو په اړه د یوې تحقیقاتي ډلې رپورټ ښيي چې په نړۍ کې نږدې یو میلیارد وسلې شتون لري، چې زیاتره یې د غیرنظامیانو په لاس کې دي.

د ”سپکو وسلو د سروې“ په نوم یوې خپلواکې تحقیقاتي ډلې، چې دفتر یې په جنیوا کې دی، په خپل تازه خپاره کړي راپور کې ویلي چې په نړیواله سطحه په ۲۰۰۶ز کال کې د عامو خلکو سره ۶۵۰ میلیونه میله وسلې وې، خو د ۲۰۱۷ز کال په پای کې دا شمېر ۸۵۷ میلیونه ته ورسېد، چې د نړۍ د ټولو وسلو ۸۵ سلنه جوړوي.

رپورټ وايي په دې شمېرو کې له کورنۍ جوړو کوچنیو وسلو نیولې بیا په کارخونو کې تر جوړو شویو تفنګچو، ټوپکونو، ښکاري ټوپکونو او ماشیندارو ټولې هغه وسلې شمېرل شوې چې په قانوني او یا غیرقانوني توګه د عامو وګړو په لاس کې دي.

د رپورټ له مخې، د نړۍ پر مخ د شته وسلو له منځه ۱۳۳ میلیونه (۱۳٪) د هېوادونو له وسله والو پوځونو او ۲۳ میلیونه (۲٪) نورې یې له قانون پلې کوونکو ځواکونو سره دي. په دې توګه، په نړۍ کې د ټولو شته وسلو شمېر نږدې یو میلیارد ته رسېږي.

د عامو خلکو په لاس کې شته وسلې:

په رپورټ کې ویل شوي د ۸۵۷ میلیونه وسلو له منځه، چې د عامو خلکو په لاس کې دي، ۳۹۳ میلیونه (۴۶٪) له امریکایي وګړو سره دي.

د دې تحقیقاتي پروژې یوه غړي، آرون کاروپ، په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکز کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې امریکايي وګړي هر کال ۱۴ میلیونه نوې وسلې اخلي.

د هرو ۱۰۰ امریکایانو په لاس کې ۱۲۱ وسلې شتون لري.

تر امریکا وروسته یمن دویم هېواد دی چې وګړي یې زیاتې وسلې ګرځوي، او هر ۱۰۰ وګړي یې ۵۳ وسلې لري. په دې پسې، مونته نګرو او صربستان د هرو ۱۰۰ وګړو پر سر د ۳۹ وسلو په درلودلو سره په دریم مقام کې راغلي.

افغانستان، پاکستان، ایران، سعودي عربستان:

په رپورټ کې ویل شوي چې د افغان وګړو په لاس کې نږدې  ۴،۳ میلیونه (۴۳ لکه) وسلې دي. دا وسلې زیاتره کلاشینکوف دي.

پاکستاني وګړو سره تر ۴۹ میلیونه زیاتې وسلې دي. همداراز، ایراني وګړي نږدې ۵ میلیونه وسلې په لاس کې لري. د سعودي عربستان په اړه ویل شوي چې وګړي یې نږدې پنځه پنځوس لکه میله وسلې لري.

د نظامي ځواکونو په لاس کې شته وسلې:

د رپورټ د شمېرو له مخې، د نړۍ په پوځونو کې تر ټولو زیاتې وسلې د روسیې له پوځ سره دي. له روسي پوځ سره ۳۰،۳ میلیونه وسلې شته.

د چین پوځ په دویم مقام کې راځي او ۲۷،۵ میلیونه وسلې په لاس کې لري. د شمالي کوریا ځواکونه د ۸،۴ میلیونه وسلو په درلودلو سره په دریېم مقام کې، د یوکراین پوځ د ۶،۶ میلیونه وسلو په لاس کې لرلو سره څلورم مقام کې دی. او ورپسې د امریکا د متحده ایالاتو پوځ دی، چې د ۴،۵ وسلو په درلودلو سره په پنځم مقام کې راځي.

هندی پوځ: ۳،۹ میلیونه وسلې، شپږم مقام

ویتنامی پوځ: ۳،۸ میلیونه وسلې، اووم مقام

ایرانی پوځ: ۳،۳ میلیونه وسلې، اتم مقام

د جنوبي کوریا پوځ: ۲،۷ میلیونه وسلې، نهم مقام

پاکستانی پوځ: ۲،۳ میلیونه وسلې، لسم مقام

د نړۍ د نورو هېوادونو له پوځونو سره نږدې ۳۹،۷ میلیونه وسلې شته.

په دې رپورټ کې د ۱۳۳ هېوادونو په اړه معلومات راټول شوي دي. د دې تحقیقاتي ډلې په خبره، یواځې ۲۸ هېوادونو د وسلو کره او شفاف شمېر ورسره شریک کړی، او نورو ټولو هېوادونو د امنیتي قوانینو او د شمېرو د نه څرګندتیا له امله سمه همکاري نه ده ورسره کړې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button