د بنديانو مسئولین: هيڅ طالب بندي له زندانه نه دی خوشې شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۲۹) د اختر په لومړۍ ورځ ځينو رسنيو د افغان چارواکو له قوله راپورونه ورکړل چې ګنې د افغانستان له بېلابيلو زندانونو څخه د ولسمشر غني په حکم د اختر په لومړۍ ورځ د اوربند په خاطر شپږڅلوېښت بنديان ازاد شوي دي.

دغه راز تېره ورځ د افغانستان د لويې څارنوالۍ وياند جمشيد رسولي وويل، د ښه نيت د څرګندولو په خاطر څلورپنځوس هغه مشکوک طالب بنديان له څېړنو وروسته خوشې شوي چې هيڅ دولت ضد کړنې يې نه وې ترسره کړې.

خو د طالبانو د بنديانو چارو مسئولين وايي، د کابل چارواکو د طالبانو د خوشې کولو راپورونه د ولس د تير ايستلو لپاره ورکړي او تر دې دمه هيڅ کوم طالب بندي نه دی خوشی شوی.

د بندیانو د تنظیم او خلاصون د چارو د کمېسیون لخوا کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې راغلي: “دا چې د کابل ادارې د یوشمیر بندیانو د خلاصون خبره هم کړی وه، تر اوسه نه ده عملي شوې او نه هم داسې کوم شواهد لیدل شوي چې ريښتیا دې بندیان خوشې شوي وي”.

اعلاميه زياتوي، طالبانو د اختر په مناسبت يو شمير هغه بندي عسکر خوشې کړي چې د جګړې پر وخت نيول شوي و چې لا هم دغه لړۍ روانه ده خو زياتوي چې “د کابل ادارې بیا زموږ زرګونه عام هیوادوال د شک او تردد په بنیاد نیولي او د زندان تورو تمبو ترشا يې په مظلومیت کې ساتلي دي”.

د طالبانو د بندیانو چارو کمېسيون وايي، ښايي د حکومت ځينو مشرانو به غوښتل چې د اختر په ورځو کې يو شمير طالب بنديان ازاد کړي خو د امريکايانو له خوا اجازه نه ده ورکړل شوې.

په اعلاميه کې راغلي: “ممکن د کابل ادارې، مشر، په اصطلاح سولې شورا یا نورو نهادونو به غوښتل چې د اختر یا روژې په مناسبت ځينې بندیان خوشې کړي، خو امریکايي اشغالګر د دې کار اجازه نه ورکوي”.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button