افغانستان د سوداګرۍ نړیوال سازمان ۱۶۳غړی هېواد شو

کابل ټکی کام ۲۶لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
افغانستان نن د کینیا پلازمینه نیروبي کې د سوداګرۍ د نړیوال سازمان په غونډه کې  بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ.
تر اوسه پورې د سوداګرۍ د نړیوال سازمان د غړیو هېوادونو شمېر ۱۶۲وو، د افغانستان د غړیتوب په ترلاسه کولو سره یې  شمېره ۱۶۳ته ورسېده.
په غونډه کې د ډبلیو ټي او مشر په دغه سازمان کې د غړیتوب له کبله افغانستان ته مبارکي وړاندې کړه، او ویې ویل، «د ټولو ژمنو د عملي کولو لپاره به افغانستان سره کار کولو ته دوام ورکوو، تر څو د افغانستان هېواد راتلونکی وده او مخ په ترقۍ کې غښتلی شي.»
په غونډه کې د پاکستان استازی هم موجود وو، وویل « له لومړنی ورځي مو د دې ملا تړ کړی دی، تر څو افغانستان په ډبلیو ټي او کې غړیتوب ترلاسه کړي، او مونږ به پرمختګ او همکارۍ ته دوام ورکوو، افغانستان د پاکستان درېیم لوی سوداګریز ملګری دی، او هیله مند یم تر څو په دغه پرېکړه باندې د ټرانزیټ په برخه کې د موجودو ستونزو په لرې کولو کې مرسته وشي.»
په یاده غونډه کې د افغان مرکچي پلاوي مشر او د سوداګرۍ د وزارت معین مزمل شینواري رسنیو ته ویلي دي چې «دې غړيتوب سره به افغانستان کې د بهرنۍ پانگې اچوونې په تړاو د پانگه والو باور زياتولو سره مرسته وشي، هیله مند یم چې په دغه پرېکړې سره به په ټولو هېوادونو کې او په خاصه توګه به پاکستان د ټرانزیټ ستونز د تل لپاره حل شي.»
ده همدا شان وویل چې په دغه سازمان کې د ۱۶۲ غړیو هېوادونو غړیتوب، ځکه مهم دي چې د نړۍ د سوداګرۍ ډېره برخه د همد سازمان تر چتر لاندې کیږي.
د یادونې وړ ده چې افغانستان ١١ کاله وړاندې په دغه سازمان کې د غړيتوب غوښتنه کړې وه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button