د بلخ چاودنې وروستی جزئیات

کابل ټکی کام ۲۶لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
نن غرمه شاوخوا یوه بجه د بلخ مرکز (مزار شریف) ښار اړوند سیمه کې د پولیسو پر یوه رېنجر موټر باندې د چسپکي ماین په وسیله چاودنه وشوه، چې له امله یې یو شمېر پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند ښاغلی شېر جاني دراني رسنیو ته ویلي دي، چاودنه د الکوزي مارکېټ اړوند شوې ده چې له امله یې یو تن پولیس ټپي شوی دی.
خو یو عیني شاهد رسنیو ته ویلي دي چې تر ۳تنو زیات ټپيان پولیس یې لیدلي دي.
 په داسې حال کې چې نن الکوزي مارکېټ ته نږدې د افغانستان او منځنۍ اسیا تر منځ د خبرو اترو نړیوال کنفرانس هم پیل شوی دی.
تر اوسه پورې وسلوالو د یادې چاودنې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button