کابل ټکی کام نظر پوښتنه کې۶۹٪ د سولې خنډ د بهرنيانو شتون بولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۵) د کابل ټکی کام له لوري تېره ورځ په فسبوک پاڼه يوه نظر پوښتنه وشوه او له خپلو کتونکو څخه پکې پوښتل شوي و چې په افغانستان کې دسولې پر مخ کې لوی خنډ څه شی دی؟ د طالبانو عمليات؟ که د خارجيانو شتون؟.
دغه نظر پوښتنه کې نږدې څلور زره کسانو رايې ورکړي چې ۶۹٪ سلنه خلکو د سولې پر مخ لوی خنډ د خارجيانو شتون ښودلی او ۳۱٪ خلکو د طالبانو د عملياتو مخالف رايه کارولې یعنې د طالبانو عمليات يې د سولې خنډ بللي دي.
نظر پوښتنې ته لسګونه خلکو کمنټونه کړي چې ډیرو يې په افغانستان کې بهرني ځواکونه يرغلګر بللي او د هغوی شتون يې د سولې پر وړاندې ستر خنډ یاد کړی دی.
د محمد الکوزي په نوم يو تن ليکلي د “کافرانو شتون د سولې پر مخ لوی خنډ دی” خو لطيف الله سهاک بيا وايي چې د “کافرانو سربيره د ګوندونو زياتوالی هم په مخنيوي کې رول لري”.
مولاجان مسلم دوست لیکلي: د سولې په مخ کې لوی خنډ اول بهرني یرغلګراودویم قانون اساسي کفري دی خو ميرنواز همدرد وايي “طالب نشته، غم ټول امريکا او پاکستان جوړ کړی دی”.
نظرپوښتنې ته د شيرشاه حقيار په نوم يو تن په کمنټ کې ليکلي: د سولې لوی خنډ د ډيورند خط دی. کله چې د ډيورند خط فیصله وشوه نو طالبان به د خپلو مشرانو په خوله د افغانستان حکومت سره سوله وکړي.
نظير ناظربيا ليکي، نه خارجيانو ته اړتيا لرو او نه د طالبانو عملياتو ته او افغان عرب وايي دواړو خواوو ته افغانان وژل کېږي “هم د طالب جنګ کې او هم د امریکا په جنګ کې”. خو احمد ذکي شينواري ويلي ترڅو چې اشغال دوام لري په هېواد کې سوله او آرامي ناممکنه ده.



