د امریکا دفاع وزیر د عراق له سفر څخه وروسته افغانستان ته رسېدلی

کابل ټکی کام ۲۷لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر نن افغانستان ته په یو ناڅاپي سفر ورسېدو.
د ده د سفر موخه د امنیتي وضعې جاجونه ښودل شوې ده.
د یادونې وړ ده، څو ورځې وړاندې پڼټاګون راپور خپور کړ چې د افغانستان د امنیتي وضعې څخه پکې سر ټکول شوی وو، او د وسلوالو له لورې د بریدونو په ډېرېدو سره یې اندېښنه ښوولې وه، او د تېر څخه پکې د مرګ ژوبلې کچه هم زیاته ښودل شوې وه.
کارټر په داسې حال کې افغانستان ته سفر کړی دی چې تېره ورځ عراق ته هم تللی وو.



