طالبانو د میدان وردګو سید آباد ولسوالۍ کې ۸تنه پولیس وژلي

کابل ټکی کام ۲۷لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د طالبانو ویاند ښاغلی ذبیح الله مجاهد زمونږ همکار ته د ایمیل له لارې خبر ورکوي چې د دوی جنیګالیو تېره شپه شاوخوا ۱۰بجې د میدان وردګو ولایت د سید آباد ولسوالۍ په عزیز کلا نومې سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوسته برید کړی، چې تر یوه ساعته پورې یې دوام وکړ.
مجاهد وايي، د دوی جنګیالیو په یاده جګړه کې یاده پوسته په ټولیزه توګه نیولې، او ۸تنه پولیس یې وژلي دي.
مجاهد د یوه عراده رېنجر او ګڼو نورو نظامي وسلو او مهماتو خبر هم ورکړی دی.
مجاهد زیاتوي چې په یاده جګړه کې د دوی یو تن طالب وسلوال هم وژل شوی دی.



