”د مارانو جزیره“.. د برازېل هغه ټاپو چې څوک نه ورپرېښودل کېږي

د برازېل له ساحله ۲۵ میله لیرې یوه داسې جزیره (ټاپو) پرته ده چې هیڅوک هم د ورتلو جرأت نه شي کولای.
ویل کېږي چې د دې جزیرې په څنډو کې یو ماهي نیوونکی په خپله کشتۍ کې په وینو کې لت پت موندل شوی و او بیا چا د ورتلو اراده نه ده ورته کړې.
دا له رمزه ډک ټاپو د Ilha da Queimada Grande په نوم مشهور دی. د برازیل حکومت هیچا ته هم دې ټاپو ته د نږدې ورتللو اجازه نه ورکوي.
دا خطر په دې ټاپو کې له شته مارانو دی. په دې ټاپو کې د نړۍ د مارانو یو تر ټولو خطرناک او مرګونی زهر لرونکی نسل شتون لري، چې د طلایي مارانو په نوم مشهور دي. د دې مارانو چیچل شوی کس په یوه ساعت کې دننه ژوند له لاسه ورکوي.

دا ماران یو نیم فټ اوږده کېدای شي، او په دې ټاپو کې یې شمېر د ۲۰۰۰ او ۴۰۰۰ تر منځ دی. له همدې امله دا جزیره ”د مارانو جزیره“ بلله کېږي.
د مارانو دې جزیره کې که څه هم اوس مهال څوک نه اوسېږي، خو د ۱۹۲۰ز کال تر وروستیو پورې خلک پکې مېشت وو. ویل کېږي چې دا خلک هم وروسته له هغه ووتل کله چې د ماڼوګانو د برج ساتونکی او د هغه کورنۍ د کړکیو له لارې راغلو مارانو وچیچل او ویې وژل.

په ټاپو کې د مارانو د شتون په اړه یو بل نکل او افسانه هم مشهوره ده. ویل کېږي چې سمندري غلو په دې ټاپو کې خزانه پټه کړې وه او د دې لپاره چې څوک دا خزانه پیدا نه کړي په دې جزیره کې یې ماران پرېښودل.
خو په حقیقت کې، په دې ټاپو کې د مارانو د شتون لامل د اوبو راپورته کېدونکې سطحه ده.
دا ټاپو ۱۰۰۰۰ کاله مخکې د برازېل برخه وه خو کله چې اوبه راپورته شوې نو له برازېله جلا شو او ټاپو ترې جوړ شو.

که څه هم حکومت چا ته اجازه نه ورکوي چې دې ټاپو ته ورشي، خو ځينې کسان بیا هم په غیرقانوني توګه دې جزیرې ته ځي او ماران نیسي. د دې مارانو زهر زیات قیمتي دي او د زړه د ناروغیو په درملو کې کارېږي، نو ځکه دې جزیرې ته ورتلونکي د خپل سر پروا نه کوي.



