اسراییلۍ رسنۍ وايي اسراییل له هېواده بهر پر خپلو چارواکو د ایران له لوري د احتمالي بریدونو د ترسره کېدو وېره لري.
د اسراییلي ۱ ټلوېزون د راپور له مخې، د اسراییلو د استخباراتو او کورني امنیت ادارې (شاباک) رییس، ناداو آرګامان، تېره اونۍ د اسراییلو له پخواني لومړي وزیر، ایهود باراک، سره د هغه د شخصي امنیت د ساتلو په موخه لیدنه کړې وه.
اسراییلۍ هارټس ورځپاڼې ویلي ایهود باراک زیاتره وختونه له هېواده بهر ناستو کې ګډون کوي او ځینې وختونه یې خپله شخصي تفنګچه د ځاني دفاع یوازینۍ وسیله وي.
هارټس ورځپاڼه زیاتوي، اسراییلي چارواکي د ایران احتمالي انتقامي بریدونو ته له هغو هوايي بریدونو وروسته چمتو شوي چې په وروستیو میاشتو کې په سوریه کې دننه د ایران پر پوځي مرکزونو ترسره شول.


















