هیواد:
سوله او انتخابات دوه غبرګې ډرامې!
شناند:
یعنی: لکه ع او غ د امریکا دوه غبرګوني بچي!!!
اصلاح:
د ابتذال يو بل ثبوت
شناند:
یعنی: توکل کول په امریکا!!!
اراده:
انتخابات څومره ممكن دي؟!
شناند:
څومره یې چې امریکا غواړي
ویسا:
په جنګي تګلارو كې سوله څومره ممكنه ده؟
شناند:
همغومره څومره چې په تیرو ۴۰ کلونو کې ممکنه شوې ده
د ولسي جرګې غړي:
په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو پرېکړه د بهرنیانو په لاس کې ده
شناند:
په ګلمرجان او کلمرجان به یې څوک ومني؟
د پکتیا اوسېدونکي:
د کورنیو جګړو د مجرمینو څېړنیز راپور دې خپور شي
شناند:
چې خپروونکی یې پخپله مجرم وي نو خپور به یې څوک کړي؟
منبع:
نیروهای خاص نماینده جنرال دوستم در فاریاب را دستگیر و خانۀ وی را بمباردمان کردند
مبصر:
چشمهای ایشچي جان قند روشن
ابراهیمی در خطاب به وکلا:
هر روز یک فیلم جدید را به مردم به نمایش می گزارید
مبصر:
بالاخره مجلس وکلا حیثیت سینما را به دست آورد
د وزیرانو شورا په غونډه کې د خبرو پرمهال:
ډبل عبدالله پدې نه پوهېدو چې د جلال اباد د مرګوني ځانمرګي برید مسوولیت چا منلی دی
ولې نه! صرف مني یې نه!!
اراده:
د سولې لپاره يوه جامع او مشتركه تګلاره په كار ده
شناند:
خو تګلاره به یواځې امریکا لالا جوړوي!!!
هیواد:
کرمه څنګه له افغانستان څخه جلا شوه؟
شناند:
لکه څنګه چې بنګال له پاکستانه جلا شو
اصلاح:
د افغان حكومت د پټو سترګو مزل
شناند:
څوک چې په پټو سترګو راوستل شوی وي نو مزل یې هم په پټو سترګو وي، آخر به د بلا په کنده وربرابر شي.
۸صبح:
یک برداشت سرا پا نادرست در مورد خط فرضی دیورند
مبصر:
و آن اینکه باید خط دیورند را به رسمیت شناخته و جنګ پایان یابد
هیواد:
زموږ سوله ییز مزل په کومه روان دی؟
شناند:
د ترکستان په لور
په کابل کې د ترکیې سفیر:
ترکیه د افغانانو په مشرۍ د سولې له روانو هڅو ملاتړ کوي
شناند:
سفیر صیب د امریکا د ویستلو په هکله یادونه ولې نه کوي؟
اعضای ولسی جرگه:
حضور عساکر اماراتی جنگ نیابتی را در افغانستان تشدید خواهد کرد
مبصر:
پس وظیفه شما اعضای ولسی جرګه تنها بادام و پیسته خوردن است؟؟؟


















