دوشنبه, اپریل 20, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

۱۷ کلنې جګړې طالبان تر هر چا ماهر پوځيان کړل

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جولای 3, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
انځور: ارشیف

انځور: ارشیف

569
ځلې شریک شوی
111
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

تميم توفيق

زمونږ په ګران هيواد دامريکايانو يرغل او ۱۷ کاله اوږدې جګړې دا خبره لا ښه ثابته کړه چې د جګړې په ډګر کې هغه څوک ښه ځلېدلي او کامياب دي، چې له مروجو پوځي زده کړو پرته د تهاجم او دفاع تجربه ورته حاصله ده.
طالبان د دې تجربې ښه مثال دی. ما چې زمونږ د سيمې طالبان ليدلي، يو يې هم له پوځي اکاډمي او حربي پوهنتون څخه نه دی فارغ شوی، د دوی زياته برخه هغه تنکي ځوانان دي چې ۱۷ کاله وړاندې يې ايله د کلاشنکوف نوم زده کړی و او څو کاله مخکې ايله په دې پوه شول چې وسله يې د دين او وطن د دفاع يوه وسيله ده چې بايد زده او استعمال شي.
په دومره لنډه موده کې د طالب په څير د جګړه ييز مهارت حصول د غربي نړۍ، د هغوی د ايتلافيانو او ملګرو جنرالانو ته د حيرانۍ وړ دی، چې بايد وي هم؛ ځکه خو يې له منلو هم انکار کوي.
خو واقعيت او سبب يې دا دی چې د طالب په نوم افغان مبارزين يو درد لري، يو احساس لري او بلاخره دين، ملت او ملي ارزښتونو ته ژمن انسان دی، همدا وجه ده چې په ټوله سپېڅلې جذبه او جوش او خروش د خپل دښمن (امريکا او د هغوی ياران) په وړاندې په پوره اخلاص راپورته کيږي او په بې نظيره شوق جګړه ييز مهارتونه زده کوي او استعمالوي، چې نن يې نتيجه د ۴۹ په هر لحاظ پرمختلليو يرغلګرو هيوادونو د ماتې او شرمونکي شکست په شکل کې وينو.
دا خبره د ټايمز امريکايي مجلې د هغه خبر له لوستلو سره راياده شوه چې وايي ايران طالبانو ته پرمختللې جنګي زده کړې ورکوي او بيا يې افغانستان ته د ايتلافي او افغان ځواکونو مقابلې ته رااستوي.
زما په باور دغه د طالبانو په وړاندې د لويديځوالو د تبليغاتي توفان له څپو څخه يوه ده، چې موږ يې له ۱۷ کلونو راهيسې اورو خو څرنګوالی مو يې تر اوسه نه دی ليدلی.
امريکا او ملګري يې چې د يرغل په لومړيو کې له غرور او فرعونيته ډک و، په طالب يې يوازې د القاعده د ملاتړ تور پورې کړ، چې د دې کمزوري ادعا په بنا يې زمونږ په هيواد ناروا يرغل راووړ او ويل يې چې هر څوک د طالب خوا نيسي، له خاورو سره به يې خاورې کړي، مګر نن چې يې طالبي ځواک فرعوني زور اوبه کړ؛ نو کله يې د روس په ملاتړ، کله يې د پاکستان، ايران او يا نورو هيوادونو په ملګرتيا تورنوي.
د امريکايي لاسپوڅو رسنيو په خلاف زمونږ مشاهدات ښيي چې طالب جنګيالي زمونږ په خړو پټو، ډاګونو او د سره شوروي په بې رحمانه بمباريو ورانو شويو کلاګانو کې ابتدائي پوځي زده کړې کوي او لوړ مهارت بيا د مخامخ جګړې په ډګر کې حاصلوي. موږ کليوال هر ورځ او شپه وينو چې د کابل ادارې د پوځي اکادميو بالعکس له طالب مبارزينو سره نه روسي مشاورين شته، نه امريکايي، نه پاکستاني، نه ايراني او نه د نورو ۴۹ يرغلګرو هيوادونو تجربه شوي جنرالان.
بلکې طالب يو خړ پړ کليوال ځوان دی، چې يوازې او يوازې په خپل هيواد د کافرو او بې رحمه لويديځوالو د نظامي حضور سرسخت مخالف، د هيواد او هيوادوالو د استقلال او اسلامي نظام د اعادې بې کچې ارمانجن او د ارضي تماميت او ملي ارزښتونو د خونديتابه داوطلب سپيڅلی مدافع دی.
زمونږ هيواد کې په دغسې کچه بې شعوره خلک هم شته چې له نظامي علاوه په مالي برخه کې هم په طالبانو د پرديو هيوادونو د همکارۍ بې بنسټه او له واقعيته لرې تور لګوي، چې موږ يې بشپړ مخالف واقعيت وينو، هغه دا چې په ۱۷ کلونو کې مو تر غوږ نه شول چې د طالبانو افرادو د تنخوا له ځنډ يا نه شتون څخه شکايت کړی، مګر په دولتي ځواکونو هره ورځ خبريږو چې تنخوا ورته نه ده رسېدلې، حال دا چې ۴۹ هيوادونه يې هر اړخيزه مرسته او تمويل کوي.
موږ مشاهده کوو چې د طالبانو په ليکو کې په جګړه بوخت افراد يو هم معاش نه لري، حتی که ووايو چې يو يې هم پوځي اکادمي او حربي زده کړې نه پېژني، دروغجن به نه شو، اما بالمقابل دولتي ځواکونه له هرڅه برخمن دي، مګر بيا هم بری د ګوتو په شمير د يرغل خلاف مبارزينو په برخه دی، له دې مشاهداتو په اسانه پوهيدلی شو چې د دې خوځښت تر شا مرئي نه بلکې يو نامرئي اعلی قوت شتون لري.
نو لنډه دا چې که ايران، پاکستان، روسيه او….. کې په حاصلو شويو پوځي زده کړو او يا د ۴۹ ماډرن ټيکنالوژي لرونکو هيوادونو په ملاتړ بريا تر لاسه کيدای، اشرف غني به اوس د اسيا پر لويه وجه راج چلاوه، خو هيڅکله داسې نه ده.

دا هم ولولئ

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

مخکینې مطلب

خوږو ته خواږه، ترخو ته ترخه

بل مطلب

هند: د يوې کورنۍ يوولس غړو ځانونه په دار کړي

ځانګړي مطالب

افغانستان

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com