چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د نيکولسن د ډرامې درېمه برخه هم نشر ته چمتو ده!

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
جولای 8, 2018
کټګوریانې: مقالې
0
502
ځلې شریک شوی
94
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ليکوال : احمد منصور

څو مياشتې دمخه نيکولسن په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې سږکال به په طالبانو د نظامي فشار ترڅنګ مذهبي فشارونه هم ﺯيات کړو، او ﺯياته يې کړه: طالبان به دې ته مجبور کړو چې له افغان حکومت سره سوله وکړي.

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

خلک حېران وه چې مذهبي فشارونه به په څه ډول وي؟

کله چې مزدور حکومت په پرلپسې ډول د علماؤ د راغونډولو خبرونه ورکول، او بيا دا لړۍ په جاکرتا کې د درېوو هيوادونو دعلماؤ په نوم په غونډه پیل شوه، ورپسې په کابل کې د تېر رمضان المبارک په مياشت کې د حکومتي ملايانو غونډه جوړه شوه. نو اولس پوه شو چې له مذهبي فشارو څخه د نيکولسن هدف د درباري ملايانو دا ډول غونډې دي.

حکومت او امريکايان دغو دواړو کنفرانسونو ته خوشبينه ول او په دې آند ول چې کېداى شي طالبان دغو د علماوو د کنفرانسو په احترام له مبارﺯې لاس واخلي خو داسې ونه شول بلکې برعکس دغه کنفرانسونه د طالبانو په ګټه تمام شول او خپله مبارﺯه يې نوره هم ګړندۍ کړه.

په دې هر څوک پوهېږي چې ورته غونډې چې دايرېږي او روانه مبارﺯه تر پوښتنې لاندې راوستل غواړي، مستقيماً د امريکا له خوا اداره او څارل کېږي او د امريکا د استخباراتي ډرامو له برخې څخه وي، امريکا په افغانستان کې د شکست پړاو ته نېږدې شوې ده، اوس په داسې غونډو جوړولو سره غواړي نړيوالو ته وښايي چې مونږ دلته بيا رغونې او د افغانانو ترمنځ روغې جوړې ته راغلي يو او په افغانستان کې روانه جګړه د اشغال په وړاندې نه، بلکې د افغانانو خپلمنځي جګړه ده.

حقيقت خو دا دى چې امريکايان يرغلګر دي ﺯمونږ خاوره يې اشغال کړې، دلته يې د خپل دايمي حضور لپاره يو شمېر دسيسې په کار اچولي، چې د بېلګې په ډول يې د ورستيو ډرامه ډوله استخبارتي هڅو يادونه کولی شي.

امريکايي جنرال نيکولسن چې له څه مودې راهيسې د ځينو ډرامو په جوړولو بوخت دی، د پرلتونو په نوم ډرامې ترڅنګ يې اوس «د علماؤ غونډې» په نوم د بلې روانې ډرامې دوه برخې نشر ته سپارل شوي، لومړى برخه يې په جاکرتا کې د درې هيوادو د علماوو کنفرانس وه او دويمه برخه يې په کابل کې د درباري علماوو غونډه وه،

د دغې ډرامې درېمه برخه هم نشر ته چمتو ده چې هغه د سعودي په جدې ښار کې د روانې مياشتې په يوولسمه او دولسمه د (٣٧) هيوادونو د علماوو کنفرانس جوړېدل دي.

عجيبه خو لا دا ده چې د طالبانو د مبارﺯې ضد فتوا له علماوو غواړي حال دا چې دغه وربلل شوي علماء په هغه کتاب د طالبانو د مبارﺯې د نامشروعيت لپاره دليل راوړي په کوم کتاب چې طالبان خپله مبارﺯه جهاد ثابتوي.

طالبان د خپلې مبارﺯې د مشروعيت لپاره نه يوازې په قرآن کريم او احاديثو کې کافي دلايل لري، بلکې د اجماع، قياس، عقلي او نقلي دلايلو په رڼا کې خپله مبارزه په وضاحت سره مشروعه او سپېڅلې ثابتوي.

د پورتنيو حقايقو په اساس ويلى شو چې د طالبانو روانه مبارﺯه بر حقه ده او د جواﺯ لپاره يې بې شماره دلايل شتون لري که په سعودي يا بل ځاى کې د دغې مبارﺯې د غير جواﺯ فتوا ورکول کېږي دا د امريکا له دسايسو څخه يوه دسيسه او د نيکولسن د ډرامو له برخې څخه يوه برخه ده ځکه هلته راغونډېدونکي علماء د نن عصر د مقدس جهاد د نامشروعيت فتوا ورکوي، هغه هم د دوه ورځو په ترڅ کې، حال دا چې دغه فتوا ورکول خو کم ترکمه اونۍ يا دوه اونۍ خو نيسي ځکه که وګورو سم نيم قرآن کريم د جهاد له اوامرو او فضايلو ډک دى،

مزدور حکومت او امريکايان دې بې ځايه ځانونه نه په عذابوي او نه دې په دغه ډرامه دومره مصارف کوي ځکه دغه ډرامه به يې د مخکېنيو ډرامو په څېر بې ګټې تمامه شي او مصارف به يې ټول خوشې لاړ شي.

مخکینې مطلب

ورځني سیاسي نوټونه: د شمال جنجال او د مطلقي انارشي خطر

بل مطلب

ننګرهار: د هندواڼو حاصلات لس سلنه زیات شوي

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com