ايماني ځواک/ فکرمل طالب

فکرمل طالب
یو ملګری په زړۀ پاک درسره واخله
او بل خپل ایماني ځواک درسره واخله
د اسبابو په ډېرښت تکیه ونکړې
د رب نصر او ادراک درسره واخله
د دښمن علاج دې شونی ده طالبه
فقط یو ثقيل سفاک درسره واخله
دشيطان په جال کې ګیر نشې دلبره
د تقوای قېمتي واک درسره واخله
د خدايۍ له دعوه ګرو مه ډارېږه
توکل په الله پاک درسره واخله
د زمري غوندې زړور اوسه جانانه
خو غلیم ته ارتباک درسره واخله
که بری په دښمن غواړې فکرمله
نبوي سنت مِسواک درسره واخله



