د امریکا پوځ د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې پر افغانستان د بمونو غورځولو ریکارډ جوړ کړی دی.
د امریکايي سټارز اینډ سټرایپیس ورځپاڼې د خبر له مخې، د امریکا د هوايي ځواکونو له لوري خپرې شوې شمېرې ښيي چې د ۲۰۱۸ز کال تر نیمايي پورې نږدې ۲۹۱۱ بمونه او توغندي د افغانستان پر خاوره غورځول شوي دي.
که د بمونو غورځول په همدې توګه دوام ولري، د ۲۰۱۸ز کال تر پایه به د غورځول شویو بمونو شمېر تر ۵۰۰۰ هم پورته شي.
تېره جون میاشت کې، د حکومت او طالبانو تر منځ د اوربند له رامنځته کېدو سره سره، چې د جون له ۱۲مې تر ۲۹مې یې دوام درلود، د افغانستان پر خاوره ۵۷۲ بمونه غورځول شوي دي.
امریکايي ځواکونه وايي چې د اوربند په ورځو کې امریکايي ځواکونو د طالبانو پر ضد هوايي بریدونه ودرول، خو د داعش جنګیالیو پر ضد یې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی و. د امریکايي پوځ په خبره، ”د اوربند پر مهال پر داعش جنګیالیو ۸۰ هوايي بریدونه ترسره شوي دي.“
د ټرمپ هوايي جګړه.. ۲۰۱۷ز د بمبارونو له امله ملکي وګړو ته خونړی کال و
د امریکا هوايي ځواکونو په خپل رپورټ کې ویلي چې پر طالبانو به له افغان حکومت سره خبرو ته تر کښېنستو پورې هوايي بریدونه روان وي.
د غورځول شویو بمونو دا شمېر یوازې هغه دی چې امریکايي ځواکونو غورځولي دي، د افغان هوايي ځواکونو له لوري د غورځول شویو بمونو شمېر نه اعلانېږي.
امریکا په افغانستان کې هوايي بریدونه د تېر کال په اګست میاشت کې د ډونلډ ټرمپ د جنګي سټراټيژۍ تر اعلان وروسته زیات کړل.
د کندز بمبار: بهرني ځواکونه د یوه ملکي وګړي وژل هم نه مني
د نوې سټراټيژۍ په اعلان سره، بهرنیو ځواکونو د بمبار کولو پراخ واکونه ترلاسه کړل او د هوايي بریدونو په شمېر کې یې زیاتوالی راوست. د دې ټول زور موخه له افغان حکومت سره د خبرو مېز ته د طالبانو کښېنول دي.
د امریکا ولسمشر، ډونلډ ټرمپ، په افغانستان کې د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې د روان ساتلو مخالف و، خو د خپلو سلاکارانو په هڅونه د دې جګړې اوږدولو ته تیار شو.
د هوايي بریدونو له زیاتوالي سره سره، امریکا له طالبانو سره د بنبست په ماتولو نه ده بریالۍ شوې. د سټارز اینډ سټرایپس په خبره، د امریکايي پوځ معلومات ښيي چې افغان حکومت اوس هم یوازې د هېواد پر ۵۶٪ خاوره واک یا نفوذ لري.
په افغانستان کې د خپلې سټراټيژۍ د مطلوبو پایلو په نه لیدلو او د پرمختګ د نه شتون له امله، ولسمشر ډونلډ ټرمپ امریکايي چارواکو ته امر کړی چې د افغانستان او سیمې لپاره د نوموړي سټراټيژي وارزوي.
د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان، جنرال جوزف ووټل، تېره ورځ (پنجشنبه، ۱۹ جولای) یوه کنفرانس کې وویل چې دا به یوه ”عادي“ ارزونه وي او په سټراټيژۍ کې به د کوم ستر بدلون راوستلو لامل نه شي.
ملګرو ملتونو په یوه وروستي رپورټ کې د جګړې له امله د افغان ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
په دې رپورټ کې، چې د ۲۰۱۸ز کال لومړۍ شپږ میاشتې په بر کې نیسي، ویل شوي چې د روان کال په نیمايي کې ۱۶۹۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۴۳۰ نور ټپیان شوي دي.


















