خوست کې دولتي ځانګړي ځواکونو يوه ښځه او خاوند وژلي دي

کابل ټکی کام ۱۶سنبله/۱۳۹۴
راپور: قدرت الله حسین
ځايي چارواکي وايي چې په خوست ولايت کې د دولتي ځانګړو ځواکونو په شپنيو عملياتو کې يوه ښځه او مېړه وژل شوي دي.
د خوست د ګربزو ولسوال محمد اکبر ځدراڼ رسنيو ته ويلي دي، چې ځانګړو ځواکونو دغه عمليات تېره شپه د دې ولسوالۍ په ايږدنو سيمه کې د ملکي خلکو پر يوه کور کړي دي.
نوموړي زياته کړې ده چې عمليات د ځانګړو ځواکونو له لوري شوي دي، وژل شوي کسان ښځه او خاوند دي او پرته له کوم مقاومت څخه عسکرو وژلي دي.
د ځدراڼ په وينا تر اوسه د عملياتو لامل نه دی مالوم، خو د پېښې د پلټنې لپاره يو هيئت سيمې ته استول شوی دی.
د خوست د والي وياند هم پېښه تاييد کړې ده، خو په اړه يې له نورو جزئياتو ډډه کړې ده.
د سيمې خلکو ويلي دي، چې ځانګړو ځواکونو د ياد کور مالونه هم سوزولي دي چې په ترڅ کې يې يو موټر هم ويجاړ کړی دی.
د خلکو په وينا وژل شوی تن غريب سړی و او له هيڅ سياسي لوري سره يې اړیکه نه وه.
د ياودنې وړ ده چې د افغانستان اردو، پوليسو او اربکيانو پخوا هم په دغه ډول ګڼو پېښو کې هيڅ په هيڅه ولسي خلک وژلي او ټپيان کړي دي، خو هيڅ ځل د دغو پېښو عاملينو ته قانوني سزا نه ده ورکړل



