هرات کې د مسمومو شويو نجونو شمېر ۲۵۰ ته رسېدلی

کابل ټکی کام ۱۶سنبله/۱۳۹۴

راپور: انصار

له دې وړاندې په کابل، باميان، کندوز، دايکندي او بدخشان ولایتونو کې زده کوونکې او زده کوونکي مسموم شوي دي.

په تېره يوه اوونۍ کې د پنځم ځل لپاره د افغانستان په لويديځ هرات ولایت کې د ښوونځي نجونې مسمومې شوي دي.

نن (دوشنبه، سپټمبر ۷مه) د يوه ښوونځي ۲۵۰ زده کوونکې مسمومې شوې او د درملنې لپاره روغتون ته ولېږدول شوې.

د هرات روغتون چارواکي وايي د مسموم شويو هېڅ يوې زده کوونکې وضعيت د اندېښنې وړ نه دی، خو کورنۍ يې اندېښمنې دي.

په تېره يوه اووڼۍ کې د څو خصوصي او دولتي ښوونځيو شاوخوا ۵۰۰ زده کوونکې مسمومې شوې دي.

دا ډول پېښې تر دې وړاندې په کابل، باميان، کندوز، دايکندي او بدخشان ولایتونو کې هم شوي، خو تر اوسه يې کره لامل نه دی معلوم.

د هرات د حوزوي روغتون مطبوعاتي مسوول رفيق شيرزی چې له نژدې دغه وضعيت څاري وايي يوه انګېرنه دا ده چې دا د پوهنې ادارې د خپلمنځي اختلافونه پايله ده.

خو په خپلواک ډول دغه خبر نه دی تأييد شوی.

دا چې د دا ډول پېښو انګېزه هر څه وي، د خلکو ترمنځ يې زياتې اندېښنې راټوکولي دي.

په هرات کې له وروستيو پېښو را وروسته د ټولنيزو يا خواله رسنيو کاروونکو هم پر مسوولينو فشار زيات کړی چې د دغو پېښو لاملونه او انګېزې معلومې کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button