(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۳۱)
نن سهار د کابل ښار مربوط د څلورمې حوزې په لب جر سيمه کې د چاودنې له کبله درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کابل د پوليسو وياند حشمت ستانکزي د چاودنې د تاييد تر څنګ ويلي، په پېښه کې دوه تنه کوچنيان وژل شوي او يو بل ټپي دی.
د ستانکزي په وينا، چاودېدونکي توکي په يوه کثافت دانۍ کې ځای پر ځای شوي و.
تر اوسه د چاودنې هدف نه دی معلوم، او پړه يې هم چا په غاړه نه ده اخيستې.
دا په داسې حال کې ده، چې نن د ولسمشر لومړی مرستيال له څه باندې يوه کلن تبعيد وروسته بيرته کابل ته ستنږي او ځای ځای د هغه د پلويانو او امنيتي ساتونکو له لوري لارې بندې کلک امنيتي تدابير نيول شوي دي.


















