(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۳۱)
د پاکستان ولسي جرګې او ولايتي شورا لپاره يوه نوماند ميرزا محمد احمد مغل د خپلو زامنو د مخالفت له کبله ځان وژنه کړې ده.
پېښه د پاکستان پنجاب ايالت په فيصل اباد سيمه کې رامنځته شوې ده.
پوليسو د پاکستان رسنيو ته ويلي، ميرزا محمد احمد ولسي جرګې او ولايتي شورا لپاره يو ازاد نوماند و خو د زامنو د مخالفت له امله يې ځان په ډزو ويشتلی دی.
د پولیسو په وينا، نوموړي کانديد مخکې له ځان وژنې په يوه لنډه ويډيو کې ويلي چې د ده د ځان وژنې لامل د ده زامن دي ځکه چې خلکو ته به يې ويل چې پلار ته يې رايه ور نه کړئ او د مسلم ليګ د نوماندانو ملاتړ يې کاوه.
پر انتخاباتو د پاکستان د څار کمېسيون په ياده سيمه کې ټاکنې ځنډولي دي.
په پاکستان کې دا لومړۍ پېښه ده چې يو کانديد د خپلو زامنو د مخالفت له کبله ځان وژنه کوي.


















