جرمني ۸۰ زرو کډوالو ته پناه ورکوي

راپور: انصار
د اسيايي هېوادونو يو شمېر هېوادوال د جګړو، ناامنيو او اقتصادي ستونزو له امله غواړي اروپايي هېوادو ته ولاړ شي او هلته پناه واخلي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو ادارې د مالوماتو له مخې زیات کډوال جرمني ته د پناه اخيستلو لپاره روان دي.
د يوې سروې او ورکړل شویو مالوماتو له مخې جرمني چې د اروپا شتمن هېواد دی، ويلي دي چې، سږ کال ۸۰ زره کډوالو ته پناه ورکوي.
د دې خبر په اورېدو سره په هنګري کې له څو اونيو انتظار وروسته زرګونو پناه وړونکو د اتريش په لور مخه وکړه.
په راپور کې ويل شوي چې، مخکې په اروپايي هېوادونو کې اتريش کې د کډوالۍ ستونزې زياتې وې، خو اوس د اسانتياوو او اعلان سره زيات کډوال غواړي، اتريش کې پناه واخلي.
په دې کډوالو کې د افغانستان، عراق او سوريې زيات کډوال ليدل کېږي، مخکې به د بنګله دېش کډوالو اروپايي هېوادونو ته زياته پناه وړله، خو اوس د يادو هېوادونو پناه وړونکي د نورو هېوادونو په پرتله زیات شوي دي.



