دوشنبه, اپریل 20, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

گوډاگیانو ته مشوره

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جولای 28, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
200
ځلې شریک شوی
89
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

نعمان لطیف

که څه هم امریکایان تردې دمه نه غواړي دطالبانو سره مخامخ مذاکراتو ته دتابیا راپورونه یې رسنیز شی چې له امله به یې په نړیواله کچه ترلاسه کړی رُعب او مشري پیکه شي؛ دلته تر امریکایانو زیات زور دکابل واکمنانو ته ورغلی دی

دا هم ولولئ

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

دنیو یارک ټایمز له راپور سره سم یې پوزې وپړسېدلې، رنگونه یې واوښتل او شور یې گډ کړ چې گواکې امریکایان له طالبانو سره خبرې نه کوي بلکې دکابل او طالبانو تر مابین د سولې د خبرو لپاره یوازې سهولتونه برابروي

دوی باید دا حقایق ومني چې اخر به هم د افغان جگړې او ثبات مذاکرات دطالبانو او امریکایانو تر مابین کیږي. دا ځکه چې هېواد کې د بې ثباتي عاملین او د روانې جگړې مهم لوری امریکایان دي

کابل په دې برخه کې نه کوم نقش لري او نه یې لوبولای شي. دوی که د کوم نقش دعوه کوي یا ځان غولوي، یا یې د ولس غولولو کوښښ شروع کړی دی

۱۷ کاله شاته که وگرځو او دروانې جگړې شالید وپلټو؛ پیل یې لکه لمر جؤت دی او همچنان یې اړخونه صاف او سوتره څرگند دي

امریکایي ولس مشر جورج بُش دطالبانو خلاف جگړه اعلان کړه او په افغانستان یې یرغل راؤړ؛ هغه مهال اسلامي امارت په کابل واکمن ؤ او کابو په ټول هېواد یې تسلط درلود

امریکایانو له همهغه ځایه یو څو غلامان له ځانه سره راوستل، دطالبانو مشروع نظام یې دزور او زر په مټ له منځه یؤړ، دملت غولؤنې په پار یې ظاهراً هغوی ته دواک واگې په لاسونو کې ورکړې خو باطن کې د واک واگې، او دپرېکړو صلاحیت یې له ځانه سره وساته

آن تر اوسه دوزیرانو، وکیلانو، سناتورانو انتخاب له امریکایي سفارت کیږي، حتی د ملي وحدت حکومت چې ډاکټر صیب غني یې دپوره خپلواکۍ، او ولسواکۍ سرېندې ږغوي، د امریکایانو د خارجه وزیر په لاس وپنځېده

څو ورځې وړاندې امریکایي ورځپاڼې نیو یارک ټایمز د افغان جگړې دختمېدو په اړه دطالبانو سره دمخامخ مذاکراتو خبره یاده کړه، ورسره جوخت په کابل کې دیرغلگرو قواؤو مشر نیکولسن هم ومنله چې گویا له طالبانو سره مخامخ مذاکرات کېدلای شي

امریکایانو چې دکابل وارخطایي او پرېشاني ولېدله، پخپلو غلامانو یې زړه درد وکړ. دمنافقانه عادت له مخې یې ژر ژبه بدله کړه او دمخامخ مذاکراتو خبرې اوازې وبللې. البته دغلامانو درضا ساتلو لپاره یې وویل: موږ دطالبانو سره مذاکرات نه کوو بلکې دکابل حکومت او طالبانو تر مابین دمذاکراتو لپاره لاره هوارؤو

صلیبیان پخپل تاریخ کې له غلامانو سره د وفا څپرکی نه لري؛ که دوی چېرې مات شوي دي، غلامان یې دمقابل جهت رحم او کرم ته پرېښودي دي او که مقصد ته رسېدلي دي بیا یې خپله منزوی کړي او وژلي دي

دکابل واکمنان باید وپوهېږي چې پای یې نږدې شوی دی او امریکایانو ته ددوی تر گټو، خپلې گټې عزیزي او محترمې دي

اوس امریکایان مجبور دي دخپلو گټو په خاطر، دباعزته وتلو سوال ته دطالبانو پر وړاندې زنگون قات کړي

وروستي مراحل دي. هره خوا دخپلو گټو دخوندیتابه په لټه کې ده

امریکایان دخپلو گټو په لټه کې دي، او طالبان دخپل مقاومت او قربانیو په بدل کې وروستي ارمان ته چې د اسلامي نظام قیام دی، درسېدلو هڅې کوي؛ له تاریخي عار دخلاصون لپاره دکابل گوډاگیانو ته پکار ده چې د اخلاقي جرأت مظاهره وکړي، او د “ما مه شمېره در گډ یم” له شرمؤنکې نعرې تېر شي

او په را روان وروستي پړاؤ کې چې ډېر حساس او ټاکونکی دی، له امریکایي سازشونو پردې پورته کړي او د افغانانو د ښه ژؤند او باثباته افغانستان لپاره د طالبانو له دریځ غوڅ ملاتړ وکړي

هم به دوی خوندي پاته شي او هم به یې تاریخ ته مخونه سپین شي

مخکینې مطلب

د ګني شربت څښل مو له ناروغیو ژغوري

بل مطلب

ښا! نو دا خبره ده؟/ خالد روان

ځانګړي مطالب

خبرونه

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ولسمشر زلنسکي د روسیې د انرژۍ پر وړاندې د بندیزونو پر کمېدو نیوکه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ایران حکومت د اسراییلو موساد ته د جاسوسۍ په تور دوه تنه اعدام کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

غزني کې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو چکډمونو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

ایران حکومت د اسراییلو موساد ته د جاسوسۍ په تور دوه تنه اعدام کړل

غزني کې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو چکډمونو چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com