دوشنبه, اپریل 20, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

ښا! نو دا خبره ده؟/ خالد روان

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
جولای 29, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
103
ځلې شریک شوی
123
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

جنرال دوستم راغی او  بیا ځلې د نړۍ د دویم مفکر اشرف غني لومړی مرستیال شو. جنرال دوستم به د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د اشرف غني له خوا وکارول شي او د زرگونه ازبکو ملاتړ به بیا خپل کړي. راتلونکي دوو کلونو کې به د اشرف غني او جنرال دوستم ترمنځ هېڅ اختلاف رسنیز نه شي او اشرف غني به ټوله هڅه وکړي، چې دوستم په هر لحاظ وي، راضي وساتي او کېدای شي که اشرف غني بیا واک ته ورسېږي، بیا یې د ترکیې مېلمه کړي.

د لنډ وخت له‌پاره به ازبک خوښ وساتل شي او د احمد ایشچي دوسیه به همداسې تړلې پاتې وي. کېدای شي د پردې تر شا وختي یوه معامله شوي وي؛ خو احمد ایشچي له خپلې قضیې نه تېرېږي او د جنرال دوستم علني محاکمه غواړي، خو دغه غوښتنه یې اوسنی نظام نه شي پوره کولی. ځکه زورواکي لا تراوسه په خپل حال پاتې ده او د اوسني حکومت ټول لوړ پوړي چارواکي باید د زندان ابدي مېلمانه شي.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

ځکه د اوسني نظام عدلي او قضايي ارگانونه خپلواک نه دي او نه دومره صلاحیت لري، چې د جنرال دوستم غوندې یو کس ته دې د محکمه کولو فرمان هم ورولېږي. د احمد ایشچي ارمان به هله پوره شي او دوستم به د محکمې مېز ته راکش کړل شي، چې دلته یو خپلواک، اسلامي او شرعي نظام وي؛ خو هغه وخت به دوستم خدای خبر په کومه سوړه ننوتی وي؟

د قیصاري، د کومانډو عملیات، زورواکانو، غاصیبنو او جنایتکارانو نیول او بندیان کول یوازې یوه لوبه وه، چې د قیصاري په نیولو پیل شوه او د ده په خوشې کولو به پای ته ورسېږي. اشرف غني راتلونکو ټاکنو کې ځان یوازې گڼي او د ده نږدې ملاتړي ترې هم جلا شوي دي او له اشرف غني بیا ځلې ملاتړ یوازې د دوستم غوندې احمق او ناپوه انسان کولی شي، نه هوښیار او پوه انسان!

راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو له‌پاره د کورنیو چارو پخوانی وزیر عمر داوودزی، حنیف اتمر، عبدالله عبدالله، احمد ضیاء مسعود، اشرف غني او د عمر زاخېلوال اوازې ډېرې دي، چې دوی ټول به ولسمشریزو ټاکنو ته ودرېږي؛ خو گټونکی به یې بیا هم یوازې د امریکا له سفارت سره هوکړه کوونکی وي. ځینو چارواکو لا وختي امریکا ته سفرونه پیل کړي او غواړي د امریکا ملاتړ خپل کړي. دا چې په امریکا کې ولسمشر هغه کس دی، چې د افغانستان له جگړې سره هېڅ لېوالتیا نه لري، نو دغه پرېکړه د امریکا استخباراتي ادارې«C.I.A»  ته پاتې کېږي او دوی به راتلونکو ټاکنو له‌پاره د داسې نوماند ملاتړ وکړي، چې د امریکا هرې نادودې پر وړاندې چوپ پاتې شي او له خولې سپوڼ هم ونه باسي. که امریکایان هر جنایت، بمبار، وژل، بندي کول او له هر قانون سرغړونه کوي، باید حکومت یې پر وړاندې چوپ پاتې شي؛ ځکه د اوسنۍ جگړې تمویل امریکا کوي او د امریکا پر وړاندې درېدونکي باید د هر امر منونکي وي.

داسې اوازې هم شته، چې امریکا غواړي اوسنی د ملي یووالي حکومت راتلونکو پنځو کلونو ته نور هم وغځوي، ځکه د امریکا دغه ازمايښت په افغانستان کې ډېر بریالی و او په نړۍ کې بې ساري نظام دلته واکمن شوی دی، چې په تېرو څلورو کلونو کې یې د هېواد ټول بنسټونه له منځه یوړل او لا هم د بنسټونو په وېجاړولو لگیا دي. که دلته هر څوک واکمن وي، چې خاص د امریکا گټې خوندي کړي، نور یې کیسه کې نه دي.

لوی ټکي: اشرف غنيخالد رواندوستممهمولسمشریزې ټاکنې
مخکینې مطلب

گوډاگیانو ته مشوره

بل مطلب

د ټرمپ نوې تګلاره: افغان ځواکونه دې له لرو پرتو سيمو په شا شي

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ایران حکومت د اسراییلو موساد ته د جاسوسۍ په تور دوه تنه اعدام کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

غزني کې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو چکډمونو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

ایران حکومت د اسراییلو موساد ته د جاسوسۍ په تور دوه تنه اعدام کړل

غزني کې د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو چکډمونو چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com