پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

ننگرهاریان یې باید له شمالي‌والو زده کړې/ خالد روان

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
اگست 2, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
د داعش یو تسلیم شوی جنګیالی - Associated Press

د داعش یو تسلیم شوی جنګیالی - Associated Press

421
ځلې شریک شوی
136
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

کومانډویانو په فاریاب کې د قیصار ولسوالۍ امنیه قومندان نظام الدین قیصاري چې ونیو، نو خلک سړکونو ته راووتل او د ولایت مقام یې وسوځاوه. دغه لاریونونه یوازې تر فاریاب پاتې نه شول، بلکې پنځو شمالي ولایتونو کې لاریونونو زور واخیست. مهم بندرونه، دولتي ځایونه، ښوونځي او ټول بازارونه یې وتړل. قیصاري لنډه‌غر دی او لنډه‌غر به وي، خو دا چې د جنرال دوستم نږدې کس دی او په عزت سره بېرته خوشې شو. حکومت مجبوره شو، چې جنرال دوستم له ترکیې راوغواړي او د معاملو حکومت بله معامله هم وکړه. سوداگرو میلیونونه ډالر زیان وکړ او څو اوونۍ پرله‌پسې خلکو په یوه غږ د قیصاري د خوشې کولو هیله کوله.
د ننگرهار خلک دې د مسلمیار، ظاهر قدیر، حاجي حضرت علي، فریدون موند، میرویس یاسیني، امان خیري او نورو لنډه‌غرو پر خلاف هم غږ پورته کړي، ځکه د دوی ټول حقوق همدغو ځناورو خوړلي او د ننگرهاریانو پر سر هره معامله همدغه خلک کوي.
د ننگرهار خلک هره ورځ وژل کېږي. داعشي ځناور د خلکو مړي سوځوي، ژوندي کسان پر بمونو کېنوي، د امریکايي خلافت له‌پاره په خلکو هېڅ زړه سوی نه کوي. د ننگرهار مدني فعالان او کرایه شوي لیکوالان هره ورځ بیا لیکي«ولسمشره! زر کلن شې» پر داسې ولسمشر دي لعنت وي، چې د ننگرهار خلک د همدغه ولسمشر د لاسه په سره تناره کې ناست دي. د همدغه ولسمشر او د بادارانو په خوښه یې هر ساعت روح له بدنه وځي او د امریکايي پروژې تطبیق د همدغه ولسمشر په خوښه ترسره کېږي. خو ځینې خلک بیا هم ولسمشر ته د زرکلن کېدو دعاوې کوي. د هغه ولسمشر چې خبرې یوازې د فلمي اکټر په شان دي او هېڅکله رښتیا ترې نه اورېدل کېږي.
د ننگرهار خلک دې همدا نن د کابل ـ جلال اباد، جلال اباد ـ تورخم، جلال اباد ـ کونړ، جلال اباد ـ لغمان لویې لارې وتړي. دوی دې د لنډه‌غرو غوندې دولتي ځایونه نه سوځوي؛ خو خپل غږ دې اوچت کړي او خپل حق دې وغواړي، چې په کوم جرم د داعشي فتنې ښکار شوي او ولې هره ورځ بې گناه وژل کېږي؟ زه پوره ډاډ درته وایم. که دوی دغه کار وکړي، نو حکومت به مجبوره شي، چې داعشي ځناور بېرته خپلو سوړو ته ننباسي او خلک به ایله د ارامتیا ساه واخلي.
له هرې ورځ مرگ یوه ورځ مرگ ښه دی. امریکایانو او داعشیانو خو هسې هم قسم کړی، چې ننگرهار به په امن کې پاتې نه شي، نو چې په غیرت مړه شي ښه به وي، نه چې داعشیان یې په کورونو کې ووژني. وروستي بریدونه اخېري نه دي، بلکې له دې وروسته به داعشیان بریدونه نور هم ډېر کړي او هېڅ ملکي ځای به خوندې پاتې نه شي. دغه بریدونه به دومره زوره ور شي، چې څو میاشتې وروسته به ننگرهار د ژوندیو انسانانو په هدیره بدل شي. ځکه دغه وړاندوینه جنرال نیکولسن کړې او لا وختي یې ویلي، چې داعش غواړي ننگرهار خپله پلازمېنه کړي.
ننگرهار د سولې، ادب، علم او د پرمختگ زانگو وه؛ خو اوس ترې داسې خبرونه راځي، چې په لوستلو یې د انسان دماغ کار نه کوي، چې د علم، ادب او سولې زانگو ولې داسې حالت کې ده؟ ولې اوس یوازې د مرگ او ویر ټاټوبی شوی او سوله ترې الوتې ده؟
«ازداي اخیستل کېږي، ورکول کېږي نه» او ننگرهاریان باید خپل حق وغواړي، نه چې د دولت د مرستې په تمه کېني او بابا غوښې ډوډۍ راوړه شعار زمزمه کړي. که دولت همدا نن وغواړي، نو ننگرهار کې امنیت راوستی شي، خو امریکایان او دولت خپله غواړي چې د خلکو پوستکی په داعشي حشراتو وباسي، نو په داسې حال کې له دولت د خیر تمه لوی حماقت دی.

مخکینې مطلب

د یوې سعودۍ میرمنې عجیبه کیسه

بل مطلب

کابل: سروبي کې د ملي اردو چورلکې سقوط کړی

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بورکینافاسو ولسمشر: د “ډیموکراسۍ” تر نوم لاندې هېوادونه ویجاړېږي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com