ناټو پروان کې د ۳ بهرنیو عسکرو وژل کېدل تایید کړل
په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو قومندانۍ او د ناټو “غوڅ ملاتړ” مامویت پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې نن د اګست په پنځمه (د زمري ۱۴مه) د افغانستان په ختیځ کې د دوی عسکر د ګزمې پر مهال د موټر بم برید ښکار شوي دي.
غوڅ ملاتړ ماموریت په خبرپاڼه کې زیاته کړې چې د دې برید په پایله کې د دوی اړوند درې بهرني سرتېري وژل شوي او د یوه امریکايي سرتېري په ګډون دوه نور افغان عسکر ټپیان شوي دي.

د وژل شویو بهرنیو سرتېرو هویت به د هغوی د کورنیو تر خبرېدو وروسته رسنیز شي.
دا موټر بم برید، چې پړه یې طالبانو پر غاړه اخیستې، نن سهار د پروان ولایت مرکز چاریکار اړوند خلازیو سیمه کې ترسره شو. طالبان وايي چې په دې سرتېري برید کې ۸ بهرني عسکر وژل شوي دي.
دا په تېره يوه اوونۍ کې پر بهرنيو ځواکونو درېيمه چاودنه ده چې په پروان ولایت کې پرې ترسره کېږي.
د تیرې پنجشنبې په ورځ د پروان د باګرام ولسوالۍ مربوط د قلعه نصرو په سيمه کې پر بهرنيو ځواکونو چاودنه وشوه، چې د بګرام د ولسوال په وينا. يو امريکايي عسکر پکې ټپي او ټانګ ويجاړ شو.
د جمعې په ورځ سهار وختي هم د يادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې په امريکايي عسکرو د ماين چاودنه شوې وه، چې د طالبانو په وينا پنځه امريکايي عسکر پکې ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.



