(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱۴)
د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې يوه عسکر د خپلې پوستې پر عسکرو ملګرو ډزې کړي او اته تنه يې وژلي دي.
پېښه تېره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط د “شين کلي” په پوسته کې رامنځته شوې ده.
طالبانو بريدګر پوليس خپل نفوذي کس بللی په وينا يې په دې برید کې اته عسکر وژل شوي زياتوي ” له پېښي وروسته نوموړی مجاهد ددښمن له یو ثقیل او ۳ کلاشینکوفونو سره روغ رمټ ترخپلو ملګرو پوري راورسید.”
د طالبانو نفوذي کسانو تر دې مخکې هم پر دولتي او بهرنيو ځواکونو ورته ډول بريدونه کړي چې هغوی ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
طالبانو په وروستيو کې ويلي و چې د افغان پوځ په ليکو کې لسګونه نفوذي کسان لري او له موقع په استفادې به په افغان او بهرنيو ځواکونو بريدونه کوي.
د پوځي شنونکو په باور، پر بهرنيو ځواکونو او د دولتي ځواکونو تر منځ خپلمنځي بريدونه به د دوی تر منځ لږ پاتې باور هم له منځه یوسي.


















