(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱۷)
د ملي يووالي حکومت مشر اشرف غني نن د چهارشنبې په ورځ د ګلبهار برېښنا سب سټيشن د پرانيستې په موخه کاپيسا ولايت ته ولاړ.
ګلبهار سب سټيشن د پشته سرخ له سب سټيشن څخه د دوه سوه شل کيلو ولټ انتقالي لين او د ګلبهار له سب سټيشن څخه د تپه احمد بيګ سب سټيشن ته د يوسل لس کيلو ولټه انتقالي لين درلودونکی دی.
پر دغه سب سټيشن پنځه شپيته اعشاريه اته ميليون ډالره لګول شوي چې د مسوولينو په وينا شاوخوا دېرش زره کورنۍ به يې له برېښنا برخمنې شي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، غني به د دغه سب سټيشن له پرانيستې وروسته د کاپيسا ولايت له ملکي او نظامي مسوولينو، مدني فعالانو ، ولسوالانو او مخورو سره هم وګوري.
غني په وروستيو کې ځينې ولايتونو ته د يو شمير پخوانيو پروژو او د برېښنا د سب سټيشنونو په پرانيست غونډو کې ګډون وکړ چې شنونکي يې د خپل انتخاباتي کمپاين يوه برخه ګڼي.


















