هلمند: د طالبانو پر زندان عملياتو کې ګډو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱۷)
تېره شپه د هلمند ولايت په موسی کلا ولسوالۍ کې د طالبانو پر يوه زندان د عملياتو پر مهال ګډو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، کومانډو ځواکونو تېره شپه په موسی کلا ولسوالۍ کې د طالبانو پر يوه زندان عمليات کړي چې لس زندانيان يې ترې خوشې کړي دي.
د ځواک په وينا، په دغه زندانيانو کې څلور پوليس، شپږ ملکيان او دوه شکمن کسان دي.
که څه هم تر دې مخکې ګډو ځواکونو د طالبانو په زندانونو ورته ډول عمليات کړي چې په وينا يې لسګونه زندانيان يې خوشې کړي چې يو شمير پکې دولتي منسوبين دي خو طالبانو په وار وار د چارواکو ادعا رد کړې او خوشې شوي زندانيان يې جنايي مجرمين او نشه يان بللي دي.
طالبانو تر اوسه د دغه زندان د ماتېدو په اړه څه نه دي ويلي خو وياند يې قاري یوسف احمدي وايي، تېره شپه ګډو ځواکونو غوښتل د موسی کلا ولسوالۍ په مرکز عمليات وکړي چې د طالبانو له لوري پرې درنې چاودنې او جګړه شوې.
د قاري يوسف په وينا، په دغه بمي چاودنو او جګړه کې لسګونه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي د يو شمير وژل شويو عسکرو د بدن ټوټې، په خپله ټويټر هم نشر کړي او ويلي يې دي چې په بیګانيو عملياتو کې وژل شوي دي.
د احمدي په خبره، په دغه جګړه کې طالبانو او ملکيانو ته هيڅ ډول تلفات نه دي اوښتي.



